The news is by your side.

پاکستان خپل هوايي حریم د ملکي الوتنو لپاره پرانېست

0

له هند سره د پاکستان د ترینګلتیا ډېرېدو له کبله چې پاکستان خپل هوايي حریم تړلی و، له ۱۳۵ ورځو وروسته د افغانستان لپاره پرانېست.
د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې د دغه ګام هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان هوايي حریم تړل کېدل د سیمې د هوايي ټرافیک د ګډوډېدو لامل شوی و او د افغانستان هوايي برخې ته یې مالي زیان هم اړولی و.
یاد هېواد په غويي میاشت کې له هند سره تر کړکېچ وروسته خپل هوايي حریم د ټولو بهرنیو پروازونو پر مخ بند کړ.
افغانستان چې د پاکستان له هوايي حریم نه په استفادې یې هند ته پروازونه کول، د یاد هېواد د هوايي حریم په تړل کېدو سره ګڼ مالي زیانونه ور ورسېدل.
افغان هوايي شرکتونو د یادې ستونزې تر رامنځ‌ته کېدو وروسته د پاکستان پر ځای د ایران د فضا له لارې هند ته پروازونه کول چې نسبتاً پاکستان ته د زیات واټن او وخت له امله یې ټکټونه هم ګران شوي وو.
افغانستان همدارنګه د یادې ستونزې تر رامنځ‌ته کېدو وروسته تېره اوونۍ د افغانستان او تاجکستان له هوايي حریم نه چین او ختيځې اروپا ته دوه نوي هوايي لاینونه هم رامنځ‌ته کړل.

(Visited 6 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.