The news is by your side.

پاکستان په یوه کال کې ۱۶،۵ میلیارده ډالر پور اخیستی دی

0

تاریخي پوروړی؛

پاکستان روان کال د خپل تاریخ تر ټولو ډېر پورونه اخیستي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان په روان کال کې ۱۶،۵ میلیارده ډالر پور اخیستی دی او هڅه کوي خپل ناوړه اقتصادي وضعیت سم کړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان پخپل تاریخ کې په یوه کال کې دومره پور نه و اخیستی. له دې ډلې ۵،۵ میلیارده ډالر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر پاکستان ته ورکړي دي. پاکستاني رسنۍ وايي چې نړیوال بانک هم پاکستان ته پور ورکړی دی او له دغه هېواد یې تضمین اخیستی چې د فساد پروړاندې به مبارزه کوي او ددغه هېواد بحراني اقتصادي وضعیت به سموي.

(Visited 16 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.