The news is by your side.

پاکستان کې د ایډز ناروغۍ کچه ورځ تر بلې په لوړېدو ده

0

د ملګرو ملتونو وروستی راپور وايي، چې پاکستان کې د ایډز ناروغۍ کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.

د ملګرو ملتونو د اېډزد ناروغتيا په هکله کلنی رپورټ وايي چې پاکستان کې د اېچ ای وي مرض ډیر په تېزۍ خورېږي او په تېرو اتو کلونو کې دغه رنځ د خورېدو په کچه کې ١٣ فیصد زېاتوالی راغلی دی.

د رپوټ شمېرې ښيي چې کال ٢٠١٠ کې د اېډز په مرض د اخته پاکستانېانو شمېره ٦٧٠٠٠ وه چې کال ٢٠١٨ کښې ېو لکه ٦٧٠٠٠ ته رسيدلې ده.

راپور وايي چې پاکستان کښې بېا دغه رنځ تر ټولو زیات نرښځیانو او په سېکس ورکرانو کښې خوریږي او په هېواد کښې د ١٤ کاله نه کم عمره ٥٥٠٠ ماشومان هم په دغه رنځ اخته موندل شوې دي.

راپور کاږي، پاکستان کې د ایډز ناروغي په نرښځیانو او فاحشه خونو کې زیاته شوې ده.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.