The news is by your side.

پنټاګون: پاکستانۍ مېشته لشکر طیبه ډله ګواښ دی

0

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، په پاکستان کې مېشته لشکر طیبه ډله د امریکا او په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو لپاره لوی ګواښ دی.
له یاد وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، لشکر طیبه په افغانستان کې د مهمو فعالو ترهګرو ډلو په منځ کې د القاعده او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ تر څنګ، پنځمه مهمه سخت دریځه ډله ده.
راپور وايي، لشکر طیبه چې اوس یې د غړیو شمېر له ۳ زرو تر ۵ زرو پورې اټکل شوی، یوه تر ټولو لویه ترهګره ډله ده چې له پاکستانه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد فعالیت کوي او امریکا او ملګرو ملتونو یې نړیواله ترهګره ډله بولي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 5 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.