The news is by your side.

په ایران کې سیلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

0

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې سختو ورښتونو او سیلابونو ځاني زیانونه اړولي دي. د ایران په جنوبي ولایت فارس کې د سیلابونو له امله تر دې دمه ۱۸ کسان وژل شوي دي. د ایران د بیړنیو روغتیایي خدماتو مشر پیر حسین کولیوند ویلي د دې ولایت په مرکز شیراز کې سیلابونو لسګونه کسان ټپیان کړي هم دي. د کولیوند په خبره د شیراز په قربانیانو کې درې ماشومان شامل دي. د ایران د هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نورو سختو ورښتونو خبرداری ورکړی. د ایران ولسمشر حسن روحاني ټولو ولایتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې تیارسئ حالت کې اوسي.

(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.