د بادغېس ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، پلان لري چې د کوچنیو ودانیو په جوړولو سره د بارانونو اوبه کنټرول او د دغه ولایت د پستې ځنګلونه پراخ کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اعلامیې پر بنسټ، د بادغېس د کرنې ریاست ویلي چې یادې ودانۍ د بارانونو د اوبو مهارولو، تر ځمکې لاندې اوبو زیاتولو، د اوبو له ضایع کېدو د مخنیوي او د پستې باغونونو د پياوړي کولو او پڼه کولو په موخه جوړېږي.
په اعلامیه کې لیکل شوي چې دغه ودانۍ به بېوزلو کروندوګرو ته د کاري بوختیاوو برابرولو او د اوبو د ارزښت په اړه د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو په برخه کې ګټورې تمامې شي.
د کرنې وزارت وايي، په بادغېس کې د اوبو د زېرمو محدودیت ته په کتو، د واورې او بارانونو کنټرول او مدیریت او د پستې باغونو پراخول د دغه ولایت د کرنې ریاست کاري لومړیتوبونه دي.
سرخط ورځپاڼه