ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
له دغه وزارت نه سرخط ته د تېرې ورځې په رالېږل شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، ملي ـ دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ګډو تعرضي او چاڼیزو عملیاتو، ۷۰ ځانګړيو کومانډویي دندو او ۱۰ هوایي بریدونو پر مهال ۸۹ وسلهوال طالبان وژلي، ۱۷ یې ټپیان کړي او ۴ شکمن کسان یې نیولي دي.
سرچینه زیاتوي، دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ په کندوز، غزني، لوګر، بادغېس، هلمند، کندهار او بلخ ولایتونو کې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د تېر په پرتله وسلهوالو طالبانو ته د مرګژوبلې اوښتو کچه اووه برابره ډېره شوې ده.
سرخط ورځپاڼه