The news is by your side.

په ننګرهار کې د داعش برید شنډ شوی

0

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په هسکې مینه کې د داعش وسله‌والو ځواکونو برید شنډ کړی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز زیاتوي، د هسکه مينې ولسوالي په تړلي کنډو سيمه کې د جمعې په شپه د امنيتي ځواکونو له لوري د دوی پر پوستو د‌ داعشيانو ډله‌ييز بريد ګڼ‌شمېر داعشيانو ته د مرګ‌ژوبلې په اړولو سره پر شا تمبول شوی دی.
سرچینه وايي، په سيمه کې د دوو داعشيانو جسدونه هم پاتي دي، خو داعش وسله‌والو په‌دې اړه رسنیو څه نه‌دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ادارې په دغه ولایت کې د داعش وسله‌والو د ځپلو خبره کوي، خو لا هم ځینې وخت وسله‌وال مخالفان پر امینتي ځایونو ډله‌ییز بریدونه کوي.

(Visited 2 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.