The news is by your side.

په کندهار کې کرنیز فعالیتونه ډېر شوي

0

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سیدحفیظ‌الله سیدي وایي، د دغه ولایت د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د کروندګرو د ستونزو هواري په موخه یې یو شمېر پروژې پلې کړې دي.
د سیدي په وینا، اوس لوېدیځ زون د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دی چې کروندګرو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
د نوموړي په خبره، سږ کال په کندهار ولایت کې دوه سترې او ۱۷ کوچنۍ د اوبو لګولو پروژې پلې شوې او په دغو پروژو کې د اوبو سربندونه، کوچني حوزونه او ډنډونه شامل دي چې د کرنې لپاره د اوبو د کمښت کچه ورسره راټيټه شوې ده.
د کندهار د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت ۸۵ سلنه خلک په کرنه بوخت دي.

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.