The news is by your side.

پښتانه فعالان: پاکستان ریاست پښتانه په پښتنو ټکوي

0

په پښتونخوا کې د پښتنو حقونو ځینې فعالانه وايي، پاکستان ریاست هڅه کوي چې پښتانه د پښتنو پر مټ وټکوي او د وېش لپاره یې زمینه برابره کړي.

دا اندېښنې له هغه وروسته مطرح کېږي چې په پاکستان کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړيو د دغه هېواد پارلمان ته وړانديز وکړ چې د شمالي وزيرستان پېښې په اړه دې د پوځ ادعاوو ته په کتو په پارلمان کې له علي وزير او محسن داوړ څخه غړیتوب واخېستل شي.

 پاکستاني پوځیانو په شمالي وزيرستان کې د می په ۲۶مه د پښتون‌ ژغورنې غورځنګ پر پلويانو چې مشري يې د دې غورځنګ رهبرۍ غړيو علي وزير او محسن داوړ کوله، ډزې وکړې او دواړه يې په يوه او بل پسې په دې تور ونيول چې پر پوځيانو یې د بريد هڅه کوله.

تر پېښې وروسته د پاکستان کابينې درېيو پښتنو وزيرانو‌«مرادسعید» «شهریارخان اپریدي» او «علي محمدخان» ته دنده سپارلې چې د حکومت په استازولۍ دې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې په مکرره توګه دریځ څرګندوي.

په همدې حال کې تېره ورځ د می په ۳۱مه د تحريک انصاف ګوند غړي او د کابينې وزير علي محمد خان پارلمان ته د خبرو پرمهال وړانديز وکړ چې د ياد غورځنګ دوو مشرانو علي وزير او محسن داوړ پر وړاندې دې د پوځ ادعاوو ته پام وشي او په قومي اسمبلۍ (پارلمان) کې دې د دوی دواړو غړیتوب سلب شي. نوموړی وايي:

«د دې پارلمان غړي (علی وزير او محسن داوړ) د پاکستان ریاست په مقابل کې راپورته کېږي او د دوی په وجه فساد خور شو، هغوی په دې پارلمان کې د ناستې هېڅ حق نه‌لري.»

د علي محمد دغه خبرې د مخالفو ګوندونو استازو له توند غبرګون سره مخ شوې او ورسره د پارلمان غونډه په جنجال واوښته.

د خلکو ګوند، مسليم ليګ ن، جمعيت علماء اسلام هغه ګوندونه دي چې تحريک انصاف ګوند د وزير له لوري يې د دغه وړاندیز پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د خلکو يا «پيپلز» ګوند مشر «بلاول بوټو زرداري» په همدې ورځ(د می ۳۱مه) له رسنيو سره د خبرو پرمهال وويل، د پارلمان له لوري بايد د قانون نقضولو مخه ونيول شي او په خبره يې علي وزير او محسن داوړ د پارلمان غړيو په توګه حق لري چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.  نوموړي په دې اړه رسنیو ته ويلي:

« زه يو ځل بیا غوښتنه کوم چې د دې دوو پارلماني غړیو(علي وزير او محسن داوړ) حق دی، پارلمان ته په قانون عمل کول پکار دي او دوی دواړه بايد بېرته پارلمان ته راوګرځول شي.»

بل خوا په پښتونخوا کې د پښتنو حقونو فعالان وايي، پاکستان پر پي ټي ايم د بريد له کبله له رامنځ ته شوي حساسيت څخه په ګټنې هڅه کوي چې د علي محمدخان، شهريارخان اپريدي او مراد سعید په څېر پنجابي لاسپوڅو په ژبه، پښتانه ووېشي. د پښتنو حقونو فعال امتياز وزير په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«پاکستان په دې کار سره غواړي چې پښتانه په پښتنو ووهي، ځکه يې پښتانه رامخ ته کړې دي. دا کومه نوې خبره نه‌ده، پاکستان د قومونو ترمنځ هم همداسې چلند کوي. بلوڅان، پښتانه، سنديان او د کراچۍ کډوال په يوه او بل وهي او پنجابيان يې يوازې ننداره کوي.»

په پېښور کې د شمالي وزيرستان پېښې په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت لا هم روان دی او دې غورځنګ ته نږدې سرچينو انسان نيوز ډېسک ته منلې، که تر کوچني اختر پورې د دوی غوښتنې ونه‌منل شي د اسلام‌اباد په شمول به د پاکستان په ګڼو لویو ښارونو کې پراخ لاريونونه وکړي.

په وزیرستان کې د پوځي واکمنۍ پای ته رسول، د علي وزیر او محسن داوړ خوشې کول او پر دوی د لګول شویو ادعاوو بېرته اخېستل؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ له اساسي غوښتنو دي چې په هېڅ‌وجه ترې نه‌تېرېږي.

news.insan.af

(Visited 27 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.