The news is by your side.

ډاکټر حمدالله محب: هر افغان پر خپلو کومانډو ځواکونو ویاړي

0

پنجشنبه، د وږي ۷ مه- کابل
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې د کومانډو ځواکونو مېړانې او زور د نظام او هیواد د دښمنانو خوبونه په اوبو لاهو کړي او هېڅ هدف ته د رسېدو امکان یې نه دی ورته پریښي. دی وایي، چې له همدې امله اوس ټول هیواد او آن لا نړیوال ددې ځواک پر توان او زور پوه دي او هر هیوادوال ویاړ پې کوي.
په کابل کې د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو (کومانډو) له قول اردو د لیدنې پر مهال ښاغلي محب وویل، چې د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۰ کلنېدو په کال کې دې ځواک ثابته کړه، چې افغانستان نه ماتېږي او هر کورنی او بهرنی دښمن به یې مختوری وي. هغه په دې اړه خوښي وښوده، چې یاد ځواک نژدې ټول عملیات په یوازې سر کولای شي او د هر ډول پرمختللو تجهیزاتو په لرلو سره ډېر لږ همکاریو ته اړتیا لري.
د کومانډو قول اردو چارواکو او سرتېرو هر یوه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې له هیواده دفاع یې مینه او هدف دی او په دې لاره کې هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته تیار دي. دوی وویل، چې په هر ډول سختو شرایطو کې کار کولای شي او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د دښمن تحرکات او فعالیتونه له منځه وړي.
د هیواد د ملي امنیت سلاکار دوی ته ډاډ ورکړ، چې هڅې یې د چا هېرې نه دي او د هیواد رهبري به په هېڅ ډول ددوی پر سر معامله ونکړي. ده وویل، چې جدي کار روان دی، چې افغان ځواکونه خود کفا شي او هر هغه امکانات ورته برابر شي، چې د اوسنۍ نړۍ پرمختللي او پیاوړي پوځونه یې لري.
په دې کتنه کې د کومانډو ځواکونو له مختلفو ښوونځیو او تاسیساتو هم لیدنه وشوه او د ملي امنیت سلاکار سپورت ته د سرتېرو د هڅونې په موخه له هغو سره د کرېکټ دوستانه لوبه هم وکړه.

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.