The news is by your side.

کابل کې د روسیې سفیر: قطر کې د بندو دروازو تر شا خبرو اندېښمن کړي یو

0

قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ خبرې نن ۱۶مې ورځې ته داخلې شوې دي چې دغو پټو او اوږدو خبرو د روسیې اندېښنه راپارولې ده. په کابل کې د روسیې سفیر ویلي، د قطر د ناستې په خبرو کې چې هره هوکړه کیږي باید د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته هم د منلو وړ وي. الکساندر مانتیتسکي مسکو ته د زدکړو لپاره د شل افغان زدکوونکو د استولو په اړه جوړو شویو مراسمو ته خبرو کې د سولې روانې پروسې ته په اشارې وویل، ښکاره ده چې د خبرو له ناڅرګند حالته اندېښمن یو. که په دې خبرو کې کومه هوکړه کیږي، نو د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته هم باید د منلو وړ وي. هغه دغه خبرې پېچلې بللې دي خو وایي، چې افغانان باید پخپله د جګړې او سولې په اړه پرېکړه وکړي. نوموړي زیاته کړې د قطر له خبرو هرکلی کوي او غواړي چې دا خبرې رڼې او ټولو ګاونډیو هېوادونو ته د منلو وړ پایله ولري.

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.