The news is by your side.

کابل کې د واده پر مراسمو برید نږدې ۴۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي: شاوخوا یوولس بجې د کابل ښار ۶ مې حوزې اړوند  فیض محمد کاتب څلور لارې تر څنګ د شهر دوبی د واده مراسمو کې ځانمرګی برید شوی دی.

رحیمي وایي، د برید ټول وژل شوي او ټپیان له سیمې انتقال شوي دي.

بلخوا سیمه کې یو شمېر شاهدانو محور ته وویل، دا ځانمرګی برید چې د هوټل د نارینه وو په تالار کې وشو، لږ تر لږه ۱۵ ملکیان یې وژلي او له  ۲۰ زیات یې ټپیان کړي دي.

هغوی وویل چې چاودنه زښته زیاته زوروره وه چې آن د څنګ کورنو ښیښې هم ماتې کړې دي.

واده د لوګر د اوسېدونکو وو، خو دقیق نه دی مالوم چې برید ولې پر واده شوی دی؟

کورنیو چارو وزارت ویلي، نور جزییات به وروسته خپاره کړي.

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.