The news is by your side.

کراکر: د افغان حکومت غیاب کې د طالب ـ امریکا مذاکرات لویه تېروتنه وه

0

افغانستان کې د امریکا د متحده ایالتونو مخکېني سفیر راین کراکر ویلي، که چېرې د افغان حکومت غیاب کې د طالبانو او امریکا مذاکرات روان وای، نو دا به تر ټولو ستره تېروتنه وه.

هغه فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي، د افغانستان حکومت باید د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې مذاکراتو کې مستقیم ښکېل وي.

نوموړي ټینګار کړی دی، که چېرې د افغانستان حکومت خبرو کې نه وي، بیا نو  غیر مشروع دی.

هغه زیاته کړې، طالبان زیاته هڅه کوي چې واک تر لاسه کړي، خو امریکا باید دغې ‌ډلې ته وخت ورنه کړي او بریالۍ يې نه کړي.

کراکر له ۲۰۱۱ کال تر ۲۰۱۲ پورې افغانستان کې د امریکې سفیر پاتې شوی دی.

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.