The news is by your side.

که امریکایان ووځي افغانستان به په کورنۍ جګړه اخته شي

0

یو شمېر امریکايي ډیپلماټان او سفیران وايي چې د سولې تر پوره هوکړې وروسته باید امریکایان له افغانستانه ووزي او کچیري داسې ونه شي نو افغانستان ته خطر متوجې دی
لسو پورې امریکایي ديپلوماتانو او په افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو (جېمر ډابېنز، رابرټ فېن، رونالډ نیومان، ویلیم ووډ، جان نېګروپونټ، اېرل انټوني واین، راین کراکر، جېمز کننېګهم او هوګو لورېنس) ویلي، که امریکا د سولې تر بشپړې هوکړې مخکې له افغانستان ووځي نو دغه هېواد به د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شي.
دغه ديپلوماتان وایي طالبان باور لري چې لا هم د زور له لارې واک ته رسېدلی سي نو همدا چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي او یا امریکا له افغان حکومت خپل ملاتړ کم کړي، نو دغه ډله به خونړۍ جګړې پیل کړي.
دوی ویلي یو شمېر عسکر دي د سولې د خبرو لپاره و ایستل سي خو هغه عسکر چې پاتیږي باید د ایستلو مهالوېش دي يې مالوم نشي

(Visited 5 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.