The news is by your side.

کونړ کې سرحدي پولیس وایي ۵ میاشتي کیږي معاشونه یې ندي اخیستي

0

د کونړ ناوه پاس او غاښي کنډو کېپوله ساتي ځواکونه چې د ډیورنډ کرښې سره نږدې سیمې ساتي،وایي د خوراکي توکو له نه شتونه د لوږې له کلک ګواښ سره مخ دي .

دوی وايي پنځمه میاشت یې په پوره کیدو ده خو معاشونه یې په بانکونو کې بند دي او پر کورنیو یې د روژې میاشت رادبره شوه. یو سرحدي پولیس امریکا غږ ته وویل چې “د ولږې نه د غره سابه خوري.” دغه سرحدي پولیس همدرانګه وویل چې هیچا یې غږ ندی اوریدلی.

دغو سیمو ته د موټرو له لارې د اکمالاتو کول ګران دي او ډېر کله چورلکې یې اړتیاوې پوره کوي.

دوی وايي اصولاً دغسې سیمو کې هر سرتیری له دوو میاشتو وروسته تبدیلیږي، خو د دوی غږ هیڅوک نه اوري.

ختیځ زون کې د پوله ساتو ځواکواکونو قوماندان برید جنرال ایوب حیسن خیل امریکا غږ ته وویل چې ناوه پاس ته یې یو څه اکمالات کړي خو غاښي کنډو ته اکمالات کوي او ژر به د هغو سرتیرو پر ځای نور ور ولیږي چې دغلته یېله دوو میاشتو ډېره دنده کړې ده.

که څه هم د ډیورنډ پر کرښه بادو پوله ساتو ځواکونو له دې وړاندې هم څو څو ځله د اکمالاتو د نه کېدو او هلته په میاشتو میاشتو له مسلسلې دندو کولو شکایت کړی، خو د دوی په باور له دغو ستونزو یې خلاصی نه دی موندلی.

pashtovoa.com

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys