The news is by your side.

یوناما: د طالبانو له لوري له زندانیانو سره ناسم چلند د اندېښنې وړ دی

0

یوناما وايي د طالبانو له لوري له زندانیانو سره د ناسم چلند په اړه جدي اندېښنه لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي دوی په دې وروستیو کې له هغو کسانو سره خبرې کړې دي چې د طالبانو له زندانونو ازاد شوي دي. د ملګرو ملتونو استازي تادامیچي یامموتو ویلي، طالبان د هېواد په بېلو سیمو کې زندانونونه لري او په دغه زندانونو کې له بشري قوانینو سرغړونه کېږي. دده په وینا طالب وسله وال زندانیان چې تر ډېره ملکیان هم پکې وي، شکنجه کوي او ان د وژلو تر حده پورې یې ځوروي. یوناما پر طالبانو غږ کړی چې د ملکیانو ژوند ته دې پام وکړي او په خپلو ټولو فعالیتونو کې دې د بشري حقونو او نورو نړیوالو قوانینو ته درناوی ولري. یوناما وايي د طالبانو په زندانونو کې د افغان پوځ د سرتېرو تر څنګ، دولتي کارکوونکي او ګڼ ملکیان هم بندیان دي. طالبانو د یوناما پر دغه څرګندونو تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.

(Visited 16 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.