The news is by your side.

یوناما: د ملکي وګړو مخ پر زیاتېدونکې مرګ ژوبلې خواشیني یو

0

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د روژې میاشتې په اوږدو کې د جګړې له امله ملکي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې پر اوښتو اندیښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، ښکېل اړخونه هڅوي څو ددغه زیان د مخنیوي لپاره ډیر څه تر سره کړي. دې ادارې په کابل کې په یو جومات کې د لمانځه پر مهال شوې چاودنې ته اشاره کړې او دغه راز په غزني، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د هوایي بریدونو په پایله کې یې د ملکیانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښودلې او له ښکېلو لوریو یې غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو ویلي، پر جوماتونو برید په تیره بیا د روژې په میاشت کې ناوړه عمل دی. هغه ویلي ښکېل لوري دې له دې ډول بریدونو لاس واخلي ځکه ددغو بریدونو درنه بیه ملکیان پرې کوي.

(Visited 3 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.