The news is by your side.

یونیسف: دوه نیم میلیونه افغان ماشومان او مېندې خوارځواکې دي

0

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف وایي، افغانستان کې شاوخوا دوه نیم میلیونه ماشومان او مېندې خوارځواکې دي. یونیسف په خپل تازه راپور کې چې نن یې خپور کړی دی لیکلي، د دوی د موندنو له مخې تر پنځو کلونو کم عمره، دوه میلیونه ماشومان او ۴۸۵زره امیدواره او شیدې ورکونکې مېرمنې له پوره غذايي خوندیتوبه بې برخې دي. دغې ادارې ویلي چې یاد معلومات یې په ۲۲ ولایتونو کې د یوې سروې له لارې راټول کړي دي. یاده اداره وایي، د دوی معلوماتو ښیي چې دا مهال ۶۰۰زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي چې ۹ برابره هغه یې ان د مرګ له خطر سره مخ دي. دې ادارې ویلي چې په ۲۰۱۹ کال کې به په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه کسان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

(Visited 7 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.