The news is by your side.

یونیسف: پر ښوونځیو بریدونه زیات شوي

0

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، په دې وروستیو کې پر ښوونځیو او ښوونکيو بریدونه زیات شوي دي.
یونیسف په تازه خپاره شوي راپور کې زیاتوي، په تېر ۲۰۱۸ او ۲۰۱۷ کلونو کې پر ښوونځیو ۱۹۲ بریدونه شوي، په داسې حال چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې پر ښوونځیو ۶۸ بریدونه شوي وو.
د یونیسف ادارې د مالوماتو له مخې، د تېر ۲۰۱۸ کال تر پایه د ناامنیو له امله زر ښوونځي تړل شوي چې له کبله یې شاوخوا پنځه سوه زره نور ماشومان له زد کړو بې برخې شوي دي.
یونیسف وايي، د اټکل له مخې په ټول افغانستان کې د جګړې او روانو ناخوالو له امله درې میلیونه او اوه سوه زره ماشومان چې عمرونه یې د ۷ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، له زده کړې بې برخې دي.
په راپور کې پر ښوونځیو د برید یو لامل دا ښودل شوی چې هلته د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د رایې ورکولو مرکزونه جوړ شوي وو.

(Visited 25 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.