The news is by your side.

کندهار کې موټر بم برید؛ ۸ ملکیان یې وژلي ۸۰ یې ټپیان کړي

0

نن مازیګر د کندهار ولایت د امنیتې قوماندانۍ پر فرعي دروازه د طالبانو لخوا لومړی موټر بم برید وشو، له موټر بم برید وروسته ځانمرګو بریدګرو ډزې پیل کړې دي.

کورنیو چارو وزارت وايي: د لومړنیو مالوماتو له مخې ۶ تنه دي چې ۵ یې وژل شوي دي او ۱ بلی یې پاتې دی چې هغه به هم ژر ووژل شي

کندهار کې سیمه ییزو چارواکو دا هم ویلي چې برید کې ۸ ملکي وګړي او ۲ پولیس وژل شوي او له ۸۰ زیات ملکیان ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت طالباننو پر غاړه اخېستی دی.

د کندهار میرویس روغتون چارواکو خبر ورکړی چې په ننني موټر بم برید کې د ټپیانو منځ کې مېرمنې او ماشومان هم موجود دي.

له کله چې د سولې خبرو هم زور اخیستی دی طالبانو ملکي ځایونو کې ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د راپورونو په اساس د طالبانو وروستیو بریدونو کې ۲۰۰ نه زیات ملکیان وژل شوي او له ۳۰۰ زیات ټپیان دي.

(Visited 5 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.