The news is by your side.

دا لارې چارې مو په همېشنی ډول له ناروغیو ساتی

0

 

یو خو الهی فیصلې دی، چې روغ انسان په هر ډول شرایطو کې ناروغولی او ناروغ انسان په هر ډول شرایطو کې روغولای شی.
د دې ترڅنګ د طب له نظره ځینې داسې لارې چارې هم شته، چې تر ډېره حده یا په بشپړه توګه پر ناروغیو د انسانانو د مخنیوی په توګه وړاندیز شوی دی.
دلته به درسره پر همدې ټکیو معلومات شریک کړو.

د ویټامین سی زیات استعمال
هغه خواړه، چې ویټامین سی لری او انسان یې په لوړه کچه وکاروی، کولای شی پر ناروغیو زموږ د مخنیوی لپاره موثر تمام شی.
که غواړئ لږ ناروغان شئ، یا هیڅ ناروغان نه شئ، په دې برخه کې د انسانی مسولیت د ادا کولو په برخه کې ویټامین سی زیات استعمال کړئ.

کافی خوب
کافی خوب لرل هم په همېشنی ډول د ناروغیو د مخنیوی لپاره مهم او اړین ګڼل شوی.
روغتیا پوهان ټینګار کوی، چې د انسان خوب باید په شپه او ورځ کې له اتو څخه تر لسو ساعتونو باید وی.
تاسې هم باید خپل کافی خوب ته پوره متوجه اوسئ او له کم خوبۍ ځان وژغورئ.

ذهنی او روانی باورونه
داسې خلک به مو زیات لیدلی وی، چې له ناروغیوډېره وېره ښیی او هم پرې زیات اخته کیږی.

ذهنی او روانی باورونه د نورو وړاندوینو ترڅنګ پر ناروغیو د اخته کیدو په برخه کې هم مهمه ونډه لری.

که غواړئ لږ ناروغ شئ، یا هیڅ ناروغ نه شئ، غوره ده چې د ناروغیدو په اړه فکر و اندیښنه ونه کړئ.

ارواپوهان باور لری، چې که هرڅومره د یوې مسئلې په اړه فکر و اندیښنه وکړئ، همغومره ورباندې اخته کیږئ.

تاسې که غواړئ ناروغان نه شئ، هڅه وکړئ چې د ناروغیدو په اړه سوچ ونه کړئ.

د خپګان کنټرول
خپګان او اندیښنه په عام ډول د ناروغیدو یو سبب کیږی. دلیل یې دا دی چې خپګان ستاسې د وجود دفاعی سیستم کمزوری کوی او دا خپله د ناروغیدو سبب ګرځی.

د دې لپاره چې وجود مو خپل دفاعی سیستم ونه بایلی، یا یې دا سیستم کمزوری نه شی، غوره ده چې خپګان ونه کړئ او یا یې ترممکنه حده سطحه راکمه کړئ.

نظافت ته پاملرنه 
کله چې له باندې څخه کور ته ورګرځئ، ښه ده چې لاسونه په اوبو او صابون پرېمنیځئ. په دې حتماً پوهیږئ چې د باندې به میکروبونه تاسې ته رسیدلی وی او د ناروغولو کوشش به مو کوی.

نظافت ته پاملرنه د دې ترڅنګ چې ستاسې شخصیت ښکلی کوی او سلیقه مو ښه ښیی، د ناروغیو په مخنیوی کې هم مرسته درسره کوی.

ورزش کول
ورزش کول د وجود د دفاعی سیستم د پیاوړتیا او له ناروغیو څخه په ساتلو کې مهم رول لری.

هڅه وکړئ، چې په منظم ډول ورزش ولرئ او په دې ډول د خپل وجود مختلف سیستمونه فعال او خوندی وساتئ.

ورزش که هرڅومره بوخت یاست، مه هېروئ. لږ ترلږه په اونۍ کې درې ځله حتماً ورزش وکړئ.

له لیرې تګه ځان ساتل
کوشش وکړئ، چې کار ځای او د سفر ځایونو مو ډېر لیرې نه وی. په داسې ځای کې درته دنده وګورئ، چې کورته مو نیږدې وی او د ډېر مزل یا راشه درشې اړتیا پیدا نه شی.
د دې دلیل دا دی، چې اوږدې لارې له زیاتو میکروبونو سره تاسې مخ کوی.

کافی استراحت
کار سمه ده، چې یوه اړتیا، مسولیت او ګټور شی دی، خو ستاسې روغتیا هرڅه نه زیات مهم دی.
دومره کار مه کوئ، چې بې استراحته او نارامه مو کړی.
غوره ده چې د استراحت لپاره لازم وخت جلا او ګټه ترې واخلئ.

 

(Visited 3 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.