The news is by your side.

د سترگو د لید کمېدو مخنیوی څنگه وکړو؟

0

ایا پوهیږئ چې ځینې داسې عادتونه مو خپل کړی چې د وخت له تیریدو سره د سترگو د مختلفو ناروغیو او د لید د کمزورۍ لامل گرځی؟

دلته مو له یو شمیر هغو عادتونو سره اشنا کوو چې له هغې څخه د ځان ساتلو سره خپلې سترگې له مختلفو ناروغیو او د لید له کمزورۍ څخه ژغورلی شئ:

په غځیدلی حالت مطالعه

که چیرې د شا په تخته غځیدلی یاست او د مطالعې لپاره مو کتاب خلاص کړی نو په دغه حالت کې سترگې د تورو لوستلو لپاره ډیره زیاته هڅه کوی او تر سخت فشار لاندې وی چې په پایله کې دغه عمل په پیل کې د سترگو درد او بیا د سترگو لید کمزوری کولو لامل گرځی. له دې څخه د خلاصون لپاره په رڼا خونه کې کتاب خپل غیږ یا میز کې کیښودل او مطالعه کول ډیر زیات غوره دی. که چیرې مو سترگې د مطالعې پر مهال درد کوی نو له ځنډ او کورنۍ درمل کارولو پرته اړوند متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د ځیرک موبایل مخ پاڼې ته زیات کتل

زمونږ په جیبونو کې شته کوچنی کمپیوټر یا ځیرک موبایل موږ له خپلو کورنیو، ملگرو او دوستانو سره په اړیکه کې ساتی او زیات کارونه مو اسانه کوی خو دغه بریښنایی اوزار د سترگو د لید او روغتیا تر ټولو ستر دښمن گڼل کیږی. کوچنۍ مخ پاڼه د کوچنۍ متن په معنا وی چې د لیدلو او لوستلو پر مهال سترگې له خنډ سره مخ کوی او پر سترگو فشار زیاتوی چې په ځوانۍ کې مو د عینکو کارولو ته مجبوروی.

ډیر وخت لپاره کمپیوټر کارول

که چیرې په دفتر یا کور کې ستاسې ډېر وخت د کمپیوټر په وړاندې تیریږی نو د سترگو د لید کمزوروالی کومه حیرانوونکې خبره نه ده ځکه چې د کمپیوټر زیات استعمال په سترگو فشار زیاتوی چې دغه فشار د سترگو د لید د کمزورۍ سربیره د سترگو د نورو روغتیایی ستونزو لامل هم گرځی. د روغتیایی کارپوهانو او روغتیایی څیړنو پر بنسټ د دې لامل د زیات وخت لپاره د کمپیوټر مخ پاڼې ته متوجه کیدل نه دی بلکې د منیټور زاویه هم ده. د خپلو سترگو لید ژغورلو او روغ ساتلو لپاره هر ساعت پوره کیدو سره یوه لنډه دمه وکړئ او له هغې وروسته بیرته خپل کار ته ادامه ورکړئ.

لږ اوبه څښل

د روغتیایی څیړنو پر بنسټ که چیرې یو انسان هره ورځ په کافی اندازه اوبه وڅښی نو کیدی شی د نوموړی ٪۸۰ روغتیایی ستونزې هوارې شی. زموږ سترگې هم له اوبو سره ډیره مینه لری او اوبه د سترگو روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دی. کله چې اوبه لږ څښل کیږی نو بدن له ډی هایډریشن یا اوبو له کموالی سره مخ کیږی او له دغې ستونزې څخه سترگې تر ټولو زیات اغیزمن کیږی. د یوې څیړنې پر بنسټ اوبه د اوښکو په وسیله سترگې مرطوبې ساتی. په سترگو کې د اوبو د کموالی لومړۍ نښه د اوښکو وچیدل دی او د سترگو د وچیدو او د سترگو د عضلاتو د کمزوری کیدو لامل هم گرځی.

د لمریزو عینکو نه کارول

ډیره رڼا ورځ نه یوازې دا چې د انسان پوټکی زیانمنوی بلکې سترگې هم په مختلفو ناروغیو اخته کولی شی. د روغتیایی کارپوهانو په وینا د لمریزو عینکو استعمال سترگې د لمر الټرا وایلیټ وړانگو له ناوړه اغیزو څخه ژغوری او په دې ډول د سترگو عضلات له فشار څخه چې د دغو عضلاتو د له منځه تلو لامل گرځی ژغوری.

وروسته له زیاتو څیړنو او روغتیایی پلټنو روغتیایی کارپوهان په دې باور دی چې په طبیعت کې زیات شمیر داسې خواړه هم شته چې کولی شی د انسان د سترگو لید وژغوری او یا د سترگو کمزوری شوی لید خپل اصلی او عادی حالت ته بیرته وگرځوی.

د یو لړ روغتیایی څیړنو پر بنسټ گازرې د سترگو لپاره تر ټولو غوره او بهتره طبیعی درمل گڼل کیږی. دغه خواړه خپل ترکیب کې بیټا کیروټین او ویټامین اې لری چې د سترگو عمومی روغتیا او لید لپاره له اندازې زیات اړین گڼل کیږی.

له گازرو سربیره شنه پانې لروونکی سبزیجات د لیوټین او زیاکزنتین نومې انټی اکسیډنټ لری چې د عمر زیاتوالی له امله په سترگو ښکته کیدونکې تورې پردې او په بشپړه توگه د لید له منځه تللو مخه نیسی.

هگۍ هم د سترگو روغتیا لپاره له مهمو خوړو څخه گڼل کیږی. د هگۍ ژیړ هم د لیوټین او زیاکزنتین له غوره منابعو څخه دی. د هگۍ ژیړ په زیاته اندازه زینک هم لری. دغه خواړه هم انسان د سترگو لید له منځه تللو او د سترگو له نورو ناروغیو څخه ژغورلی شی.

له پورته ذکر شوو خوړو سربیره د ستروس د کورنۍ میوې، د توتانو مختلف ډولونه او بادام هم د هغو خوړو له جملې څخه دی چې د سترگو عمومی روغتیا او لید لپاره گټور اړین مواد لری.

سترگې د بدن تر ټولو نازکو برخو څخه دی او ځانگړې ارزښت لری. د سترگو په پاملرنه کې باید له اندازې زیاته پاملرنه وشی تر څو په ژوند کې د الله (جل جلاله) له دغه ستر نعمت څخه بې برخې نشو.

د خپلو سترگو غوره روغتیا او تل پاتې کیدوونکی لید لپاره له پورته ذکر شوو عادتونو څخه ځان وژغورئ او ذکر شوی خواړه خپل ورځنۍ خواړه کې اضافه کړئ.

د دغو خوړو له جملې څخه ځینې خواړه لکه شنه پاڼې لرونکې سبزیجات په ځانگړی ډول پالک د هیواد په ټولو سیمو او بازارونو کې په ارزانه بیه پیدا کیږی خو بې شمیر روغتیایی گټې لری او انسان له بې شمیره ناروغیو او روغتیایی ستونزو ژغورلی شی.

که چیرې په کمپیوټر کې دوامداره کار لرئ نو هر نیم یا یو ساعت وروسته دمه وکړئ او خپلو سترگو ته د ورزش ورکولو هڅه وکړئ.

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.