The news is by your side.

د سرطان تهدید څنګه مهار کړو

0

لیکنه: ډاکټر نصرت الله راسا

په افغانستان کې د بې شمیره ستونزو ترڅنګ د سرطانونو زیاتیدونکې شمیرې د تشویش وړ دي چې افغانان ترې رنځیږي. ارقام ښيې چې په هیواد کې د ناروغیو هغه بار (بوج) چې د سرطانونو له کبله په روغتیايې سیستم او خلکو راغلی د زړه د ناروغیو، مور او ماشوم د مړینو، او تنفسي ناروغیو وروسته په څلورمه شمیره کې راځي. دنړۍ په کچه سرطان د مړینو دوهم سبب دی او هر کال د لس ملیونه شاوخوا کسان په توله نړۍ کې له منځه وړي چې ۷۵ سلنه يې په وروسته پاتې هیوادونو کې دي. زموږ هیواد هم په دې وروسته پاتې هیوادونو کې راځي او د سرطان پيښې پکې ورځ تر بلې زیاتیږي. دا په داسې حال کې ده چې زموږ روغتیايې سیستم د سرطانونو د تهدید مهارولو ته وړ ظرفیتونه او وسایل نه لري. هیوادوال مو د پاکستان او هندوستان په روغتونونو کې د سرطاني ناروغانو د علاج لپاره سرګردانه ګرځي او خپله ټوله هستي ددې ناروغۍ په علاج مصرفوي.

سرطان څه شی دی: سرطان د وجود د حجراتو ناکنترول شوی وده او خپریدنه ده. د وجود حجرې په یو ټاکلې اندازه او سرعت وده کوي خو کله چې څوک په سرطان اخته شي د بدن د یوې برخې حجرې يې په ناکنترول شوي ډول وده کوي او د غوټو(کتلو) د رامنځته کیدو سبب کیږي. سرطان د بدن نږدې هره برخه اخته کولی شي خو عام يې د سږو، تیونو، مقعد او لویو کولمو، پروستات، پوستکي او معدې سرطانونه دي. سرطان بیلابیلو پړاوونه لري او که په لومړیو پړاوونو کې تشخیص نه شي نو د بدن نورو برخو ته خپریږي او علاج يې تقریباً ناشونی کیږي.

سرطان ولې رامنځته کيږي: سرطان په توموري حجرو باندې د بدن د نورمالو حجرو بدلون دی چې په بیلابیلو مرحلو کې رامنځته کيږي. په عمومي ډول سرطان هغه وخت رامنځته کیږي چې د انسان جنیتیکي عوامل له لاندې درې بهرنیو شیانو سره په تعامل کې راشي:

–        فزیکي سرطان زیږوونکي عوامل لکه ماورای بنفش وړانګی او ایون لرونکې وړانګې

–        کیمیاوي سرطان زیږوونکي عوامل لکه ایزبیس، په تمباکوکې موجود کیمیاوي مواد، ځینې زهري غذايي مواد (افلاتوکسین) او ارسنیک ( په ځینو سیمو کې د څښاک په اوبو کې موجود وي)

–        بیالوژیکي سرطان زیږوونکي عوامل لکه ځینې وایروسي، بکتریايي، او پرازیتي انتانونه ( مکروبي ناروغۍ)

د عمر زیاتوالی هم د سرطان له زیاتیدو سره تړلی دی او د عمر په تیریدو د سرطان پيښې زیاتیږي. یو دلیل یی د حجرو د ترمیم د وړتیا کمیدل کیدای شي ځکه په زړو خلکو کې د وجود حجرات بیرته په ورو دول ترمیمیږي.

زموږ د هیواد په څیر ځایونو کې د سرطان د درملنې یوه ستره ستونزه دا ده چې هغه وخت تشخیص کیږي چې ډیر پرمختګ يې کړی وي د بدن نورو برخو ته خپور شوی وي. د سرطان د تشخیص لپاره پرمختللو وسایلو ته اړتیا ده چې اوسمهال په هیواد کې نشته او ظرفیت هم ورته نه دی جوړ شوی.

معمولاً د سرطان د درملنې لپاره له بیلابیلو لارې چارو کار اخستل کیږي. چې اکثرا ډیره قیمتي او ګران بیه وي. لاندې انځور د درملنو ډولونه بیانوي:

د سرطان درملنه ډیره قیمتي ده چې بیلابیل عوامل پکې رول لري. مثلاً هغه وخت چې سرطان په لومړیو مراحلو کې تشخیص شي په کم لګښت تداوي کیږي خو په وروستیو مرحلو کې یی درملنه ډیر لګښت ته اړتیا لري. هغه ناروغان چې په وړانګو يې درملنه کیږي د ۱-۲ ملیونه افغانیو شاوخوا لګښت لري. خو که په درملو يې معالجه وشي نو درمل يې شاوخوا پنځه لکه افغانۍ لګښت لري. زموږ اکثره هیوادوال ددې ډول لګښتونو توان نه لري خو که ويې لري هم په هیواد کې مو دا خدمات نشته او خلک مجبور دي چې ګاونډیو هیوادونو ته د درملنې لپاره سفر وکړي چې مجبور دي د سفر او بهر کې د اوسیدو لازیات لګښتونه وزغمي.

د سرطان مخنیوی تر درملنې ارزان او اغیزناک دی: دا چې د سرطان د ناروغانو درملنه هم وسایلو، ظرفیتونو او پیسو ته اړتیا لري او هم ناروغان د سرطان له امله ډیر رنځیږي دا به ښه وي چې ډیر تمرکز او منابع مو د سرطان په مخنیوي باندی وي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د سرطان د پيښو ۳۰-۵۰٪ پيښې د ځینو چلندونو د بدلون په نتیجه کې وقایه کیږي.

که خپل چلند د لاندې عواملو په وړاندې بدل کړو نو د سرطان مخنیوی به تر دیره حده ممکن شي:

–        د تمباکو او سګرټو استعمال بند کړو

–        د بدن وزن نورمال حالت کې وساتو

–        په غذا کې حتمي سبزی جات او میوې وخورو. ځینو څیړنو ښودلې چې په خوړو کې د سبوس لرونکو اوړو، سبزیجاتو، او میوو د استعمال ډیرولو سره د سرطان ناروغان ښه شوي دي یا یی د ژوند موده اوږده شوې ده.

–        دوامدار ورزش وکړو او فعال واوسو

–        الکول استعمال نه کړو

–        د جنسي لارې خپریدونکو مکروبونو نه ځان وساتو

–        د ځګر د وایروسي ناروغیو نه ځان وژغورو (خوندي وینه اخستنه، خوندي جنسي مقاربت کول، پاکې اوبه څکل)

–        د ماورای بنفش او ایون لرونکو وړانګو نه ځان وساتو (مثلاً لمر ته د زیات وخت مواجه کیدو نه مخنیوی وکړو،  د اکس ری، ګاما، مایکروویو او نورو وړانګو نه ځان وساتو)

–        لمر ته د زیات مواجه کیدو په صورت کې د پوستکي ساتندویه کریمو استعمال

–        په ناپاکه هوا کې د ماسک استعمال او د ډیرې زیاتې ککړتیا په صورت کې بیرون ګرځیدل محدودل

–        د کور دننه لوګي راکمول

روغتیايي سیستم باید څه وکړي: د افغانستان عامې روغتیا وزارت او اړوند همکاران باید د سرطان د تشخیصیه او درملنې مرکزونو د ایجادولو، پیاوړي کولو، او د ظرفیتونو د جوړولو چارو ته جدي کار وکړي خو دا چې د سرطان درملنه ډیره قیمتي ده تمرکز باید په وقایه او وختي تشخیص وي. یوه بله ساحه د سرطان د ناروغانو د درد او اعراضو اهتمام دی او په دی برخه کې باید یو مرکز جوړ شي ځکه د سرطان پرمختللي ناروغان د درد او نورو شکایتونو نه رنځیږي او باید په سمه توګه یې اهتمام وشي. د وقايې په پروګرامونو کې باید ډاکټران خلکو ته د صحي چلند په اړه معلومات او مشورې ورکړي.

افغانستان د یو بیوزله هیواد په حیث هیڅ وخت نه شي کولی د سرطان مجهز مرکزونه جوړ کړي خو د مړینو او بار د کچې په نظر کې نیولو سره باید د سرطان ملي پروګرام ته زیاته پاملرنه وشي او د لومړنیو روغتیايې خدمتونو په ټولګه کې باید د سرطان او غیرمکروبي ناروغیو وقایه او اهتمام شامل شي.ځینې داسې ټسټونه باید معرفي شي لکه (FIT) جې په چټک ډول د سرطان تشخیص کوي. ډاکټران او نور طبي پرسونل باید وروزل شي او د تشخیص د بیړنیو لارو څخه ګټه واخستل شي.

دا چې د سرطان په درملنه خورا ډیر لګښت کیږي او حکومت او خلک نشي کولی دې بار ته اوږه ورکړي باید د سرطان یو خیریه بنسټ جوړ شي او ټول افغان تجاران او شتمن خلک باید ورته د خپل ذکات او صدقې یوه ستره برخه ورکړي تر څو د بیوزلو او اړو افغانانو د علاج په برخه کې ولګول شي. دا خیریه بنسټ کولی شي په نادولتي بڼه جوړ شي.

(Visited 33 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.