The news is by your side.

د شین مرچ ګټې

منصور ننګرهاری

0 380

په ورځ کی یوه دانه تریخ مرچک د زړه د ناروغیو په مخنیوی ، د شکر کنټرول او جنسي قوت لپاره بې ساری گټور دی.
په ورځ کې یو تریخ مرچک خوړل د نارينه خلکو لويه ستونزه حل کوي، ترخه مرچک څومره چې بايد وخوړل شي نه خوړل کېږي، حال دا چې دومره حياتي ګټې لري چې په نورو خوړو کې یې په دې کچه موندل ګران کار دی.
په ترخو مرچکو کې بېتا کروتین او ویټامین سي په لوړ مقدار شتون لري چې د زړه د حملې خطر راکموي او ورسره د سرطان پر ضد مبارزه کوي، ترخه مرچ په وينه کې کولېسټرول کچه کنټرول کوی چې په پايله کې د زړه حملې مخه نيسي ورسره د وینې جریان چټکوي او د فلج په مخنیوي کې هم رول لوبوي. د معدې د ستونزو په حل کې هم ترخه مرچک ګټور ثابت شوي دي، څېړنې ښيي چې ترخه مرچک د‌ معدې د زخم د زياتېدو مخنیوی کوي.
ترخه مرچ ددې ټولو ګټو ترڅنګ د انسان ګډ ژوند هم رنګين کوي،
ترسره شوې څېړنې ښيي چې په ورځ کې يو دانه تریخ مرچک خوړل په نارينه کې د ګډې چارې ځواک زیاتوي، ترخه مرچک په عین حال کې د روماتيزوم او بندونو د دردونو په کمولو کې هم ګټور ثابت شوي دي،
او وروستی ګټه به یې هم دا بيان کړو چې ترخه مرچک د وينې د شکر د کنټرول په برخه کې هم مهم رول لري.
که ورځنۍ منظم ورزش ورسره وی بیا یی گټه څو برابره ثابتیږی ، یعنی ورزش د ژوند حتما او ضروری جز دی

Leave A Reply

Your email address will not be published.