The news is by your side.

د ويښتانو د بې وخته سپېنېدو څلور لاملونه

0

په دې وروستيو کې ډير خلک د ويښتانو د بې وخته سپېندوڅخه سر ټکوي او ځينې خلک چې عمرونه يې لا کم هم وي د ويښتانو د سپينېدو له مشکل سره مخ وي.
د انسان د ويښتانو سپيندل يو ښکاره حقيقت دی چې د عمر په تېرېدو سره تور ويښتان سپينيږي مګر ډير خلک چې عمر يې هم زيات وي دا نه خوښوي چې ويښتان دې سپين وي نو ځوانان او د کم عمر خلک خو بيخي دې ته تيار نه دي چې په ځوانۍ کې خپل تور ويښتان سپين وويني.

په منځنۍ توګه زيات وخت له ديرشو کلونو وروسته د يو انسان په ويښتانو کې سپین ويښتان څرګنديږي مګر په نن سبا وخت کې که د کوم ۲۰ کلن انسان په ويښتانو کې هم سپین پیدا شي دا کومه نوې خبره نه ګڼل کيږي ځکه چې په نني وخت کې د ويښتانو سپينېدل تر بل هر وخت چټک او عام شوي دي.

که چيرې د يو چا ويښتان د خپلې کورنۍ د مشرانو د ويښتانو برخلاف سپين شي او کوم ارثي خواص ونه لري نو په دې کې بيا حتماً د چاپيريال او ژوند د کړو وړو رول دی چې په لاندې کرښو کې پرې بحث شوی.

زيات ذهني بوج

د روغتيايي چارو ماهرينو د ويښتانو د بې وخته سپېندو په اړه ډير بحثونه کړي دي چې ډيرو يې بيلابيل لاملونه په نښه کړي دي.
د نيويارک پوهنتون د يوې څېړنې پايلې ښيي چې زيات ذهني بوج او بې خوبي د ويښتانو د سپيندو او کمزوري کېدو لامل کيږي.
روغتيايي ستونزې

له وخت نه مخکې د ويښتانو د سپينېدو بل لامل د پوستکي ناروغي ده او هغه خلک چې د پوستکي د خوشک کېدو او يا په بدن د دانو د راختلو ناروغي ولري نو له دې سره هم د ويښتانو کمزوې کيدل او سپينېدل رامنځته کيږي.

د ويټامن کموالی

په بدن کې لکه څنګه چې نور ويټامين د روغتيا او بدن بيلابيلو برخو ته اړتيا لري همدا ډول د وټامن بي ۱۲ هم د ويښتانو د قوت او له وخت نه مخکې د ويښتانو د سپيندو د مخنيوي له پاره اړين دي، خواړه يوازې او يوازې تر سبزيجاتو محدودول، د نشه يي توکو استعمال، د زوکړې د بندولو د درملو استعمال او د وينې کموالی هم د ويښتانو په سپينېدلو اغيز لري.

د سګريټو او ترياکو استعمال

له وخت نه مخکې د ويښتانو د سپېنېدو بل لامل د سګريټو او ترياکو استعمال دی چې دغه اعتياد په ويښتانو له اغيز سره سره په پوستکي هم اغيز کوي او له ۳۰ کلنۍ څخه مخکې د ويښتانو سپينېدل رامنځته کوي، همدا راز که څوک زیات سګريټ څښوي د هغه انسان د بدن پوستکی هم ډير ژر ګونځې او مړاوی کيږي.

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.