The news is by your side.

د وینې سرطان «۹» نښې

ډاکټر خپلواک

0 286

د ډاکټرانو په وینا د وینې سرطان ناروغۍ تشخیص کول د نورو سرطانونو په پرتله سخت دي، ځکه چې دا ځانګړې نښې نه لري، او چې کومې موندل کیږي هغه د نورو ناروغیو سره ورته دي.

د لوکیمیا یا د وینې سرطان ناروغي مشخصه درملنه نه لري خو د وقایې وړ ده، که چیرې هغه عوامل چې د وینې سرطان څخه وړاندې ښکاره شي ژر تر ژره ډاکټر ته رجوع وکړئ، دغه مهال یې درملنه اسانه وي.

دلته یو شمېر نښې ښودل شوي چې په بدن کې د رابرسیره کېدو وروسته تاسې ته د وینې سرطان خبر درکوي، دغه نښې په لاندې ډول دي:

همیشه د ستړیا احساس

د وزن ناڅاپي کمېدل

اشتها نه درلودل

د ورزش یا په زینو د ختلو پرمهال نفس تنګي

تبه یا ریږدیدل

د تشو بولو رنګ بدلېدل

خواړه نه هضمېدل

د پوزې یا د غاښونو وریو څخه وینه راتلل

په هډوکو او بندونو کې د سخت درد احساس

د وینې سرطان درملنه د نورو په پرتله تر ټولو سخته او کمه پېښيدونکې ده، ددې په بېلا بېلو عواملو د وینې سره کورویات کمیږي، که چیرې ناروغ ته په وخت وینه ورنه کړل شي ډير ژر یې له منځه وړلی شي.

په افغانستان کې هم زرګونه کسان د وینې په سرطان ناروغۍ اخته دي چې د ځانګړې درملنې نه درلودلو له کبله یې زیاتره خپل ژوند له لاسه ورکوي، تر دې دمه دغه ډول ناروغ ته افغانستان کې د وینې ورکولو پرته بله کومه ځانګړې درملنه شتون نه لري

Leave A Reply

Your email address will not be published.