The news is by your side.

د ویښتو د سلامتۍ لپاره (۱۰) مهمې سپارښتنې

0

۱. هڅه وکړئ تر څو په هفته کې یو یا دوه ځل په خپله او یا هم د بل چا په مرسته خپلو ویښتو ته مالش (مساج) ورکړئ. له دې سره به مو د سر کوپړۍ پاکه او همدارنګه د ویښتو بیخونو ته د وینې بهیر بهتره شي، نو ویښتو ته به مو اکسیجن، ښه خواړه او نور د ویښتانو د سلامت پاتې کیدو اړین مواد په اسانې سره رسیږي او ویښته به مو تل سلامت وي.

۲. هغه کسان چې کم خوب کوي نو ویښتان یې د نورو په پرتله کمزوري او لږ وي. نو هڅه وکړئ تر څو هره شپه له ۷ تر ۹ ساعتو پورې ژور او آرام خوب وکړئ. منظم خوب نه یوازې ستاسو د ویښتانو د سلامتۍ لپاره مهم دی بلکې له دې سره به مو ذهن قوي او له یو شمیر نارغیو به خوندي اوسئ!

۳. هڅه وکړئ تر څو په خپلو ورځینو خوړو کې هغه خواړ چې کلسیم، پروټین، اوسپنه، د سي او بي ویټامینونه ولري ګټه واخلئ. چې دغه مواد او ویټامینونه تاسو له ترکارۍ، وچې او تازه میوو، وربشو، او نورو خوړو ترلاسه کولای شئ. ځکه دا ټول هغه خواړه دي چې ستاسو د ویښتانو په ښې ودې او سلامتیا کې مهم رول لري. نو تاسو په متوازن، صحي او پر وخت خوړو تمرکز وکړئ.

۴. د افغانستان په څیر ټولنه کې اکثره په ښارونو کې هوا ډيره ککړه او توده وي چې له امله یې ویښتان او د سر کوپړۍ ډیر ژر خرنیږي او د ویښتو په بیخونو کې یو ډول میکروب رامنځه کیږي چې امله یې د ویښتو سلامتیا ته زیان رسیږي. نو هڅه وکړئ تر څو خپل ویښته په وخت سره ومینځئ. د ویښتانو په مینځلو کې له ډيرو ګرمو اوبو ډډه وکړئ. او د شامپو او تیلو د مښلو پر مهال په خپلو ویښتانو زیات فشار مه راوړئ، نوکان مو مه کاروئ بلکې د ګوتو په پستو برخو خپل ویښتان ومښئ.

۵. هڅه وکړئ خپل ویښتان هر وخت د سټایل او ډول په خاطر زیات مه اړوئ راړوئ!، پریږدئ چې ویښته مو ارام وکړي. او همدارنګه له بیلابیلو کیمیاوي او غیر کیمیاوي موادو لکه جیل، څخه هر وخت او بې ضرورته زیاته استفاده مه کوئ، دا شیان ستاسو د ویښتو د سلامتۍ لپاره زیان رسولی شي.

۶. هڅه وکړئ تر څو له ښه او با کیفیته شامپوګانو او کنډیشنر څخه استفاده وکړئ، د کمپنیو په شهرت او اعلاناتو مه تیروځئ ځکه زیاتره شامپوګانې خپل ترکیب کې هغه کیمیاوي مواد لري چې پوستکي او ویښتو ته زیان رسوي. له یو ښه ډاکټره سره مشوره وکړئ چې څه ډول شامپو او کنډیشنر باید وکاروئ تر څو مو ویښتان او پوستکی دواړه له ضرر څخه خوندې اوسي.

۷. هڅه وکړئ د ویښتانو په ږمنځولو کې له پوره دقت څخه کار واخلئ، ویښتان چې لامده وي نو مه یې ږمنځوئ، پریږدئ چې یو ځل وچ شي. که چیرې مو ویښتان ډیر ګڼ وي نو له هغه ږمنځ څخه استفاده وکړئ چې غاښونه یې پراخ وي. که چیرې مو ویښته زیات وي او جړ شوي وي نو لومړی یې په ګوتو خلاص کړئ او وروسته یې له پورته خوا نه ښکته په ورو ورو ږمنځ کړئ.

۸. په یاد ولرئ چې لامده ویښته تر ټولو نازک وي او د ماتیدو او توییدو خطر یې زیات وي، نو هڅه وکړئ چې په ځان وچي (ځان پاک) سره خپل ویښته کلک کلک ونه مښئ. همدارنګه د ویښتو له وچونکي برقي آلې څخه استفاده مه کوئ، چې دا ستاسو د ویښتو طبیعي ښکلا له منځه وړي. نو ویښتان مو تل په په ازاده هوا کې وچ کړئ!

۹. هغه ویښتان چې څوکې یې سره جلا شوې وي، په ښه ډول وده نه کوي او بلاخره بیخونو ته یې هم زیان رسیږي. نو ښه به دا وي چې تل په منظم وخت خپل ویښتان کم او اصلاح کړئ، چې دا کار مو د ویښتو د سلامتۍ لپاره ګټه رسوي.

۱۰. که چیرې په داسې یو ښار کې اوسیږئ چې هوا ډیره توده، دوړې او ګردونه زیاته وي او یا یې لمر تیز او اوبه خرابې وي. نو هڅه وکړئ تر څو د ویښتانو د باکیفیته کنډیشنرونو څخه کار واخلئ ترڅو مو ویښته په داسې یو ککړ چاپیریال کې سلامت وساتي.

(Visited 44 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.