The news is by your side.

روماتيزم، عوامل او مخنیوی

ډاکټر اجمل درمان

0

روماتيزم د بندونو التهابي ناروغي ده چې د باکتریا يا وايرس د مداخلې له امله رامنځته کيږي او د مفاصلو د درد او پړسوب سبب کيږي. دغه ناروغي ډير ډولونه لري چې ځينې يې ژر کنټروليږي او ځینې يې د تداوي په مقابل کې هیڅ ځواب نه ورکوي. یعنې شخص په کې دوامداره درد لري او يواځې د درد ضد درمل ورکول کيږي.

يو ډول يې چې د لندبل او رطوبت څخه راپيدا کيږي او په کې مفصلونه تغير شکل کوي؛ د مفاصلو حاد روماتيزم (Acute Articular Rheumatoid) په نوم ياديږي. دغه ډول روماتيزم له ۵ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې اشخاصو کې رامنځته کيږي چې ممکن تر څو کلونو پورې دوام وکړي.

بل ډول روماتيزم هم شته چې قلبي روماتيزم هم ورته وايې، له ۲ کلنۍ تر ۵۲ کلنۍ اشخاصو کې رامنځته کيږي او پرې اخته شخص د زړه والونه زيانمن کيږي.

نوټ: روماتيزم په ټوليز ډول هغه امراضو او مشکلاتو ته ويل کيږی چې په مفصل او منضم يا ارتباطي انساجو اغيز ولري. خو ارترایتیز بيا یواځې د مفاصلو امراضو ته ويل کیږي لکه 

Osteoarthritis (OA), rheumatoid arthritis (RA), gout, ankylosing spondylitis

نښې:

د مفاصلو پړسوب، د مفاصلو درد، د بندونو سختېدل په ځانګړې د سهار پر مهال، د عضلاتو درد، نرۍ تبه، وزن کمېدل چې د اشتها د کموالي له امله وي، او د خولې او سترګو وچوالی

عوامل يې:

  • ځانګړی دليل يې معلوم نه دی خو يو شمېر فکتورونه د روماتيزم په رامنځته کېدو کې رول لري لکه

د مکروبونو د مداخلې له امله د بدن محافظوي عکس العمل چې د بدن محافظتي سيستم په کې په خپل و جود حمله کوي

  • لندبل او رطوبت
  • جنټیک یعنې يو شمېر خلکو کې په ارثي توګه هم روماتيزم رامنځته کيږي

تشخيص:

  • د نښو او علايمو په وسيله
  • د بندونو (مفاصلو) فزيکي معاينات
  • د وينې معاینات، په وينه کې انتي باډي ګانې کتل کيږي چې د بدن محافظوي عکس العمل له امله رامنځته کيږي
  • ايکسری او ايم آر آی

درملنه:

د روماتيزم د مرض له منځه وړلو ځانګړې تداوي نشته خو د درد کمولو، التهاب کمولو او د مفصل زيات تخريب څخه مخنيوي لپاره د درد او التهاب ضد درمل ورکول کيږي. لکه د درد کمولو لپاره کورتیکو ستيرویدونه ((Prednisone او د مفصل زيات تخريب څخه مخنيوي لپاره 

Methotrexate, leflunomide, hydroxychloroquine and sulphasalazine

نوټ: دغه درمل يواځې د داکتر له نسخې سره ورکول کيږي، په خپل سر اخيستل يې روغتيا ته زيان لري.

مخنيوی:

ورزش کول، سګريټ څخه ځان ساتل او له ګرد او غبار څخه ځان ساتل، پروتين خوړلو ځان ساتل، لوبيا او غوښې خوړلو ځان ساتل

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.