The news is by your side.

میرګي (Epilepsy)

ژباړن او راټولونکی: احسان الله ژمن

0

میرګي دماغي بې نظمي ده، چي له کبله یې د شخص هوښیاري (ځانخبري) له منځه ځي، یا ناڅاپي تکراري حملې (convulsive seizures) ورباندي راځي او یا همزمانه له دواړو ستونزو سره مخ کېږي. دا ناروغي هغه وخت رامنځته کېږي، چي د cerebral cortex  د عصبي حجرو (neurons) دنده همزمانه او په غیرنورمال ډول زیاته سي. هغه شخص چي د میرګي ناروغي لري، Epileptic ورته وایي. د میرګي ناروغ د seizure (ناڅاپي تکراري حملې) څخه وروسته بیرته نورمال حالت ته راګرځي، کله چي د عصبي حجرو دنده زیاته او غیرنورمال سي، ناروغ د دویم ځل seizure سره مخ کېږي.

د میرګي ډولونه (Types of Epilepsy)

  1. عمومي میرګی (Generalized epilepsy)

په دې ډول میرګي کي د دماغ د ټولو برخو عصبي حجرې تحریکېږي او دنده یې زیاتېږي، په پایله کي seizure منځته راځي. دا ناروغي درې برخي لري:

  • GRAND MAL (epileptic aura)

په دې ډول میرګي کي په ناڅاپي ډول هوښیاري (ځانخبري) له منځه ځي، ناروغ د وېري احساس کوي او وروسته convulsion ورته پیدا کېږي. په دې ناروغۍ کي حمله تر هغه وخته دوام کوي تر څو چي عصبي حجرې له خپل فعالیت څخه ستړي کېږي.  Convulsion په دوو مرحلو کي منځته راځي. (1) Tonic stage: (په دې مرحله کي د seizure په پیل کي لمړی عضلې spasm (د عضلو غیر ارادي حرکت) کوي، مخ او لاسونه کږېږي، پښې هوارېږي.  که چېري ناروغ ته EEG وکړو،برقي څپې په یوه ثانیه کي د 15_30 ځله د کاغذ پر مخ په تکراري ډول رسمېږي). (2) Clonic stage: (په دې مرحله کي ناروغ د مخ، لاسونو او پښو نامنظم شدید حرکات اجرا کوي او ژبه چیچي. په دې مرحله کي برقي څپې آرامي خو ډېري جګي وي). برقي څپې د حملې څخه وروسته هم د یوڅه وخت لپاره رسمېږي. د دوو seizures تر منځ د میرګي په ټولو ډولونو کي د دلتا (delta) څپې رسمېږي. د grand mal epilepsy د تشدید کېدو فکتورونه دادي؛ Hyperventilation (تر نورمال اندازې زیاته هوا سږو ته داخلېدل او ورڅخه وتل. په نورمال تنفس کي 6000mL/min هوا سږو ته داخل او وزي)، Strong emotion (زیات احساساتي کېدل)، لوړه تبه چي نه کنټرولېږی، زیات غالمغال، سپینه رڼا او ځیني درمل.

  • PETIT MAL EPILEPSY

په دې ډول میرګي کي ناروغ ډېر لږ وخت (له 3_30 ثانیو) پوري بېهوښه کېږي او convulsion په ناروغ کي نه رامنځته کېږي. د مخ عضلې تقلص کوي (لنډېږي)، ناروغ ژر ژر سترګي رپوي(سترګک وهي). دا ناروغي د ماشومتوب له وروستیو کلونو څخه راپیدا کېږي، تر دېرش کلنۍ پوري په بشپړ ډول را څرګندېږي او په څو میاشتو کي یو یا څو ځله تکرارېږي. که چېري ناروغ ته د حملې پر وخت EEG وکړو، ورو او پراخي څپې لیدل کېږي. له هري څپې څخه وروسته یو باریک او جګ خط رسمېږي. د دې میرګي اصلي سبب مالوم ندی، په لاندي حالتو کي رامنځته کېږي، لکه؛ د سر زیانمېدل، دماغي تومورونه، دماغي انتانات او سټروک (د دماغ یوې برخي ته د ویني د اروا د کمښت له کبله د عصبي حجرو مړینه).

  • PSYCHOMOTOR EPILEPSY

په دې دول میرګي کي ناروغ ډېراحساساتي کېږي لکه، ډېر غوصه کېدل، زیات وېرېدل. ناروغ د یو څه وخت لپاره دماغي خستګي (amnesia) لري. ځیني ناروغان د حملې څخه مخکي په ډېر شدت سره مخ ګروي. ډېری وخت ناروغ کار کوي خو درک کولی یې نسي. دا ډول میرګی د هایپوتلاموس د تومور او د دماغ د temporal lobe د بې نظمۍ له کبله رامنځته کېږي.

  1. موضعي میرګی (Localized or Focal epilepsy)

کله چي د دماغ په یوه برخه کي تورمور، آبسه یا د رګونو تخریب رامنځته سي، د نوموړي برخي د عصبي حجرو فعالیت زیاتېږي. د عصبي حجرو د زیات فعالیت له کبله عضلې تقلص کوي، په پایله کي focal epilepsy رامنځته کېږي. تقلصات له خولې څخه پیلېږي او تر پښو پوري دوام کوي. دا ډول میرګی د Jacksonian epilepsy په نوم هم یادېږي.

د ځینو اصطلاحاتو او مخففاتو تشریح:

Convulsion: د عضلو لنډېدل (تقلص)، چي له کبله یې د بدن داسي لرزه رامنځته کېږي، چي په اراده او کنټرول کي نه وي.

Convulsive seizure: د convulsion له کبله ناڅاپي تکراري حمله.

Electroencephalogram (EEG): د کاغذ پر مخ د دماغ د برقي فعالیتونو رسمول.

Spasm: د عضلو غیر ارادي تقلص

(Visited 53 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.