The news is by your side.

هر هغه کس ته چې په کور کې د پاتې کېدو ورته ویل شوی وي

د ناروې د عامې روغتیا اداره

0

 نارویژیانو ته د ناروې د عامې روغتیا ادارې له خوا په کور کې د پاتېکېدو اړوند لارښوونې

دې لاندې یې پښتو ژباړه لولۍ چې د همدغه ادارې په ویبپاڼه کې ایښودل شوې

هر هغه کس ته چې په کور کې د پاتې کېدو ورته ویل شوی وي

نوی کورونا ویروس ډېره پاملرنه ځانته اړولې. اکثره هغه خلک چې په کورونا ناروغۍ 19-COVID اخته دي یوازې کوچنۍ نښې لري، خو ځینې بیا ډېر ناروغېږي. له همدې امله، موږ غواړو هېواد کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسو.

ځینو خلکو ته د هغوی ډاکټر په کور کې د پاتې کېدو سپارښتنه کړې ده. هر هغه څوک چې د 19-COVID نارغې پکې تشخیص شوی وي باید د »کورنۍ انزوا« له لارې له نورو څخه لرې واوسي. هر هغه څوک چې 19-COVID په کې نه ده تشخیص شوی، خو په معرض کې يي واقع شوی وي، باید »کورنۍ قرنطین« کې پاتې شي.

»کورنۍ انزوا« څه معنی لري؟

که ستاسې ډاکټر تاسې ته ویلی وي چې تاسې 19-COVID لرئ یا د خپلو معایناتو د پایلو په انتظار یاست، د دې لپاره چې نور پرې اخته نشي نورو خلکو سره هر ډول اړیکو څخه ډډه وکړئ.

کورنۍ انزوا په دې معنی دی چې باید ټولو څخه، د هغو خلکو په ګډون چې ورسره ژوند کوئ لرې واوسئ. باید بهر ولاړ نشئ، باید یوازې یوه خونه کې پاتې شئ، همدغې خونې کې ډوډۍ وخورئ او له نورو سره ځان وچی یا جان پاک مه شریکوئ.

که مو حالت خرابېږي، د تیلیفون له لارې خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ. په دې اړه چې روغتون کې منزوي شئ هم ډاکټر پرېکړه کوي. انزوا تر هغې پورې چې ستاسې ډاکټر تاسې ته ووایي چې روغ شوي یاست یا ستاسې معاینات وښيي چې نور 19-COVID نه لرئ ادامه پیدا کوي.

»کورنۍ قرنطین« څه معنی لري؟

 که ستاسې ډاکټر تاسې ته ویلی وي چې ناروغ نه یاست، خو د ناروغۍ معرض کې واقع شوي یاست، باید قرنطین شئ. باید کور کې پاتې شئ، خو کورنۍ قرنطین د کورنۍ انزوا په څېر سخت نه دی.

کورنۍ قرنطین په دې معنی دی چې نورو خلکو سره خپلې اړیکې څومره چې امکان لري لږې کړئ، خو د بشپړ انزوا اړتیا نشته. باید ښوونځی یا کار ته ولاړ نشئ، یا نور فعالیتونه مه کوئ، او عامه ترانسپورت (بس، برېښنايي وېګن، ځمکې لاندې، اورګاډی، هوا یا بېړۍ) کې سفر مه کوئ، خو یوازې قدم وهلو ته تللی شئ.

که ټوخی پیل شي، د ستونی ناروغي یا تبه ولر ئ یا سالنډۍ تجربه کړئ، تیلیفون له لارې ډاکټر سره اړیکه ونیسئ. کورنی قرنطین د ناروغۍ معرض کې واقع کېدو څخه 14 ورځې وروسته پای ته رسېږي.

ځان باخبره وساتئ

! ناروې کې حکومت له ټولو څخه غواړئ چې کورونا ویروس په اړه no.fhi.www او no.helsenorge.www کې ورکړل شوي مهم معلومات او مشورې ولولي. دغه مشوره په منظمه توګه تازه کېږي. دغه معلومات دواړه په نارویژي او انګلیسي موجوده ده. که په کوم څیز پوهېدل تاسې ته ستونزمن وي، لطفاً خپل یو اشنا څخه مرسته وغواړئ.

د ناروې د عامې روغتیا اداره

(Visited 68 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.