The news is by your side.

څنګه له کورونا وایرس سره مبارزه وکړو؟

لیکوال: د مایکروسافټ کمپنۍ مشر، بیل ګېټس

0

لیکوال: د مایکروسافټ کمپنۍ مشر، بیل ګېټس

ژباړه: رحمت شاه (فراز)

په  هر ډول کړکچېچ کې، رهبرانو ته دوه اساسي مسؤلیتونه ور له غاړې وي: د ناڅاپي ستونزو هوارول او د بیا پېښېدو مخه یې نیول. د کرونا وایرس (COVID-19) ساري ناروغۍ په اوس وخت کې ترټولو اساسي ستونزه ده. نړۍ ته پکار دي چې د انسانانو ژوند وژغوري، او ورسره په هغو لارو چارو کې هم ښه والی او وده رامنځته کړي چې په عموم کې

له داسې ناڅاپي پېښو سره د مبارزې لپاره کار ترې اخلو. لومړنی ټکی دا مهال ډېر جدي دی، خو دوهم هغه یې اوږد مهاله بنسټیزې پایلې لري.

اوږد مهاله ننګونه – له ناڅاپي پېښو سره د مبارزې لپاره د خپلو وړتیاوو زیاتول – نوې خبره نه ده. د نړیوالې روغتیا ماهرین له کلونو راهیسې دا خبره کوي چې یوه بله ناروغۍ چې د ۱۹۱۸ کال له انفلونزا ناروغۍ سره په سرایت او زیانمنتیا کې سیالۍ کوي، د ((که)) موضوع نه وه، بلکې دا مسئله وه چې ((کله)) به رامنځته کېږي.

د بیل او مېلینډا ګېټس بنسټ په تېرو کلونو کې پراخه سرچینې په کار اچولې تر څو له نړۍ سره د داسې ناڅاپي پېښو او آفتونو لپاره د چمتو کېدو په تړاو مرسته وکړي.

دا مهال، د تکراري او اوږد مهاله ننګونې ترڅنګ، موږ له یوه ناڅاپي بحران سره مخ یو. له تېرې اونۍ راهیسې، کرونا وایرس په ((یوه پېړۍ کې د یو ځل لپاره)) رامنځته کېدونکي پاتوجن (ناروغۍ خپروونکي مکروب) په توګه خپرېدل پیل کړي چې ګڼې اندېښنې يې را پورته کړې. زه هیله لرم چې دا به دومره سخته نه وي، خو موږ باید داسې وانګېرو چې دا آفت به تر هغو دوام کوي تر څو چې موږ پوهېږو.

کرونا وایرس د دوو لاملونو له مخې یو ستر ګواښ دی. یو، دا وایرس د هغو لوی عمره کسانو په ګډون چې نورې روغتیايي ستونزې لري، ځوانان هم له منځه وړی شي. تر اوسه پورې معلومات ښيي چې نوموړی وایرس د ۱ سلنه شاوخوا د وژلو خطر لري؛ دا سلنه به دا وایرس له معمول موسمي انفلونزا څخه لا زیات سخت کړي، او د سلنې له مخې به یې د ۱۹۵۷ د انفلونزا (۰،۶سلنه) او د ۱۹۱۸ د انفلونزا (۲ سلنه) تر منځ ځای کړي.

دوه، کرونا وایرس په ډېر اغېزمن ډول سرایت کوي. په منځنۍ کچه په دې وایرس هر ککړ شخص دوه یا درې نورو کسانو ته دا ناروغي لېږدولی شي. دا د زیاتوالي نمايي شرحه (exponential rate) ده. د دې ترڅنګ داسې نښې هم شته چې دا وایرس د هغو خلکو له لوري هم خپرېدی شي چې لا تر اوسه ډېر کم ناروغان دي او یا هېڅ نښې پکې نه لیدل کېږي. دا په دې معنا ده چې د کرونا وایرس ایسارول به د منځني ختیځ د تنفسي سنډروم او یا سارس ناروغۍ چې یوازې د هغو کسانو له خوا خپرېده چې نښې يې پکې لیدل کېدې او د خپرېدو اغېزناکتیا یې ډېره کمه وه، په پرتله ډېر سخت وي. په حقیقت کې، کرونا وایرس تر اوسه پورې د سارس د خپرېدو د وخت په څلورمه برخه کې د دې ناروغۍ په پرتله د لس چنده زیاتو پېښو لامل ګرځېدلی.

ښه خبر دا دی چې ملي، ایالتي او سیمه ییز دولتونه او د عامې روغتیا شرکتونه په راتلونکو څو اونیو کې د کرونا وایرس د خپرېدو د چټکتیا د راکمولو لپاره ګامونه اخیستی شي.

د بېلګې په ډول، له خپلو ښاریانو سره د مرستې تر څنګ، شتمن هېوادونه باید د ټیټ او منځني عاید هېوادونو سره هم د دې ټول شموله ناروغۍ لپاره د چمتوالي لپاره مرسته کړي. په ډېری دغو هېوادونو کې روغتیايي سیستمونه تر اوسه هم په ډېر نازک حالت کې دي، او د کرونا وایرس په څېر پاتوجن په ډېرې اسانۍ او چټکتیا پرې برلاسی کېدی شي. او بې وزلي هېوادونه له اقتصادي او سیاسي اړخه ډېر کمزوري وي، بل خوا شتمن هېوادونه داسې دي چې تر هر چا ړومبی له خپلو خلکو سره د مرستې طبیعي هیله ورسره وي.

په افریقا او سویلي آسیا کې له ځینو هېوادونو سره د مرستې له لارې، موږ کوی شو چې د انسانانو ژوند وژغورو او دغه راز د دې وایرس له خوا د ټولې نړۍ د نیولو کچه را ټیټه کړو. (د هغه اقدام یوه لویه برخه چې ما او ملینډا له کرونا وایرس سره د نړیوالې مبارزې لپاره وړاندې کړه – چې د ۱۰۰ میلیون ډالرو شاوخوا کېږي – چې ډېری تمرکز پکې پرمختیايي هېوادونو ته شوی.)

د دې ترڅنګ، نړۍ باید د کرونا وایرس ضد واکسینونو او روغتیا په برخه کې هم ګړندي ګامونه واخلي. ساینسپوهانو د څو ورځو په ترڅ کې وکړای شو چې د دې وایرس جینوم ترتیب کړي او څو ډوله اغېزمن واکسین جوړ کړي، او ناڅاپي ناروغیو سره د چمتوالي لپاره د نوښت کولو ادارې تر اوسه پورې اته ډوله اغېزمن واکسین د لابراتواري ازمایښتونو لپاره چمتو کړي. که یو او یا زیات واکسینونه په حیواني ماډلونو کې اغېزمن او خوندي ثابت شي، نو دوی به وکړای شي چې د جون له میاشتې څخه وړاندې د لویو ازمایښتونو لپاره واکسین چمتو کړي. د درملو جوړولو چار د هغو لابراتوارونو په کارولو چې تر اوسه پورې د خونديتوب لپاره ازمایل شوي او همدا رنګه د مشین لرننګ (machine learning) په ګډون، د ازمایښت له نوو تخنیکونو په کار اچولو ګړندی کېدی شي تر څو په څو اونیو کې داسې ازمایښتي وایرس ضد واکسین رامنځته شي.

دا ټول ګامونه به د روان کړکېچ په هوارولو کې ونډه واخلي. خو موږ باید یو ستر سیستماتیک تغیرات رامنځته کړو تر څو وکولی شو چې په راتلونکي کې له دا ډول ناروغۍ سره په لا زیات اغېزمن او مؤثر ډول مبارزه وکړو.

دا اړینه ده چې د ټیټ او منځني عاید هېوادونو سره مرسته وشي چې خپل لومړني روغتیايي سیستمونه ځواکمن کړي. کله چې تاسو یو روغتیايي کلینک جوړوئ، نو په اصل کې تاسو له دا ډول ناروغیو سره د مبارزې په کلي انځور کې یوه برخه رامنځته کوئ. روزل شوي روغتیايي کارکوونکي نه یوازې واکسین انتقالوي، بلکې  د ناروغیو بهیر هم څارلی شي او له وخت وړاندې په خبروونکو سیستمونو کې د خدمت کولو له لارې نړۍ له داسې ناڅاپي پېښو څخه هم خبرولی شي.

دغه راز، نړۍ اړتیا لري چې له ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې پانګه اچونه وکړي، د دې ترڅنګ داسې یو ډېټا بېس جوړ کړي چې هره شېبه د ټولو هغو سازمانونو او اداراتو لپاره د لاسرسي وړ وي چې له هېوادونو څخه غواړي چې خپل معلومات ورسره شریک کړي. حکومت باید په مسلکي ډول روزل شوو کارکوونکو، له سیمه ییزو مشرانو څخه تر نړیوالو ماهرینو پورې، چې په ناڅاپي ډول له یوې ناروغۍ سره د مخ کېدو لپاره چمتو وي، او همدا رنګه د هغو سوداګرو یو لست باید ورسره وي چې په بېړنیو وختونو کې د درملو او واکسینو د رسونې چاره سرته رسوی شي.

د دې ترڅنګ، موږ یوه داسې سیستم ته اړتیا لرو چې خوندي او اغېزمن واکسینونه او وایرس ضد درمل جوړ کړای شي، هغو ته وده ورکړای شي، او په تېزۍ سره د خپرېدونکي پاتوجن له کشف کېدو وروسته یې په څو میاشتو کې په بیلیونونو نسخې د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسوی وشي. دا یوه ستونزمنه ننګونه ده چې تخنیکي، ډیپلوماتیک، او د تمویل په څېر ګڼ خنډونه يې په مخ کې دي، د دې ترڅنګ د خصوصي او دولتي سکتورونو تر منځ شراکت د غوښتونکې هم ده. خو دا ټول خنډونه او ستونزې له منځه وړل کېدی شي.

د واکسینونو لپاره یوه اساسي تخنیکي ننګونه دا ده چې د پروټینونو د جوړولو زړې لارې بدلې کړی شي، چې له دې ډول ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ډېرې ناړامې او سستې دي. موږ د داسې دریځونو رامنځته کولو ته اړتیا لرو چې د امکان تر بریده خوندي وي، تر څو بیاکتنه ژر ترسره شي، او د تولیدوونکو لپاره دا اسانه کړي چې په ټیټه بیه او پرېمانه کچه دا واکسین تولید کړي. د وایرس ضد درملو لپاره، یوه منظم سیستم ته اړتیا ده چې د درملنې اوسني سیستمونه وڅارل شي او مالیکولونه په چټک او معیاري ډول په دې ضد درملو کې ځای په ځای کړی شي.

یوه بله تخنیکي ننګونه د نیوکلیک اسیډونو په اساس د درملو جوړښت او ساختمانونه رانغاړي. دا ساختمانونه د یوه وایرس د جینوم له منظم کولو وروسته د څو ساعتونو په لړ کې تولیدېدلی شي، اوس موږ داسې لارو چارو ته اړتیا لرو چې دا ساختمانونه په لویه کچه تولید کړو.

د دې تخینکي حل لارو تر څنګ، موږ  د معلوماتو د شریکونې او نړیوالې همکارۍ ته د خوځښت ورکولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته هم اړتیا لرو. د واکسینونو او ضد درملو جوړول په لویه کچه لابراتواري ازمایښتونو او جواز لیکونو ته اړتیا لري چې له ملي پولې څخه به هاخوا ته اوړي. پکار ده چې داسې نړیوال فورمونه جوړ کړو چې د څېړنیزو لومړیتوبونو او ازمایښتي پروټوکولونو په اساس د ټولو هېوادونو د هوکړې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، تر څو اغېزمن واکسین او وایرس ضد درمل په ګړندۍ توګه له دې پروسې څخه تېر شي. دا دریځونه د روغتیا نړیوال سازمان (R&D Blueprint)، ISAR & EIC ازمایښتي شبکې، او د ساري ناروغیو لپاره د چمتوالي نړیوالې څېړنیزې ټولنې په څېر ادارې په ځان کې رانغاړي. د دې کار هدف باید د لابراتواري ازمایښتونو د نهايي پایلو ترلاسه کول او په درې یا کمو میاشتو کې د قانوني تائید ترلاس کول وي. بې له دې چې د ناروغانو روغتیا له کوم ډول ګواښ سره مخ شي.

ورپسې، بله پوښتنه د پیسو او پانګې ده. د دې هڅو لپاره پیسې او پانګې باید څو ځله پراخې شي. د درېیمې برخې ازمایښتونو او د کرونا وایرس لپاره د قانوني تائید د ترلاسي لپاره بیلیونونو ډالرو ته اړتیا ده، او له ناروغیو سره  مبارزې او څار لپاره لا زیاتو پانګه اچونو او پیسو ته اړتیا ده.

په دې برخه کې ولې دولتي پانګونې ته اړتیا ده؟ آیا خصوصي سکتورونه په یوازې ځان دا ستونزه نه شي هوارولی؟ د ناڅاپي ناروغیو لپاره د درملو په تولید کې پانګه اچول له ډېر زیات ګواښ سره مخ وي، او د درمل جوړونې شرکتونه په خپل کار کې د ګواښ د کمولو او په خپلو پښو باندې د درېدو په پار دولتي تمویل ته اړتیا لري. د دې ترڅنګ، حکومتونه او نورې مرستندویه کمېټې – لکه د یوه نړیوال دولتي توکي په څېر – باید د هغو تولیدي آسانتیاوو په رامنځته کولو کې پانګه اچونه وکړي چې د څو اونیو په ترڅ کې بازار ته واکسین را ایستلی شي. دغه اسانتیاوې د ناروغۍ ضد پروګرامونو لپاره په عادي وختونو کې واکسین جوړولی او په ډېر ګړندي ډول د یوې ناروغۍ په جریان کې د بیا تولید لپاره کارول کېدی شي. په پای کې، دولتونه باید د وقایې او تر هغو هېوادونو پورې چې اړتیا ورته لري د واکسینونو د رسونې په برخه کې هم پانګه اچونه وکړي.

په ښکاره ډول، د ناروغۍ ضد هڅو لپاره بیلیونونه ډالر ډېرې زیاتې پیسې دي. خو دا هغه اندازه پانګه اچونه ده چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره ورته اړتیا ده. او هغه اقتصادي زیان ته په کتو چې یوه ساري ناروغي يې پېښولی شي – همدې کرونا وایرس ته وګورئ چې په څه ډول د رسونې زنځیرونه او سټاک مارکېټونه اخلالوي، د خلکو له منځه تلو ته له پام پرته – نو دا پیسې ډېرې کمې دې.

په پای کې، دولتونه او صنعت باید پر یوه هوکړه را غونډ شي چې: د یوې ساري ناروغۍ پر مهال به، واکسینونه او وایرس ضد درمل په لویو سوداګرو نه پلورل کېږي، بلکې د هغو خلکو لپاره به په اسانۍ د لاسرسي او اخیستلو وړ وي چې د دې ناڅاپي پېښې په زړه کې پراته دي او تر ټولو زیاته اړتیا ورته لري. دا کار نه یوازې تر ټولو سم کار دی، بلکې د انتقال لپاره تر ټولو چټکه لار او د راتلونکو ساري ناروغیو د مخینوي لپاره تر ټولو روغه سټرېټیژي ده.

دا هغه کارونه دي چې اوس مهال يې رهبران باید وکړي. وخت باید له لاسه ور نه کړو.

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.