The news is by your side.

تر دې وروسته به کور هم روبوټ پاکوي

0

په پر مختللیو هېوادونو کې له انسانانو سره د مرستې لپاره بېلابېل روبوټان جوړ شوي دي، خو په جاپان کې یوې کمپنۍ داسې روبوټ جوړ کړی دی چې د کوټې صفايي کوي.
جاپاني رسنۍ د پریفرډ نيټ‌ورک په نوم کمپنۍ په حواله وړاندې زیاتوي، دا روبوټ د کوټې د پاکوالي پر مهال ناپاکه جامې د کالیو پرېمنځلو په ځانګړي ځای کې هم ځای پر ځای کوي.
د دې کمپنۍ مسوولان وايي، دا دومره ځیرک روبوټ دی چې یو ځل یې کوم څه وليدل بیا یې په حافظه کې ثبت وي او هيڅکله یې نه هېرېږي او د دې روبوټ د انجینیرانو په وینا پر دې بریالي شول چې د مصنوعي ذکاوت دومره ځیرک روبوټ جوړ کړي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.