cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
د بايوټکنالوژي علم وپېژنئ – afghansabawoon
The news is by your side.

د بايوټکنالوژي علم وپېژنئ

محمد خالد محمدي

0

نن سبا ټوله نړۍ له يو کوچني وایرس څخه کړېږي چې ټول د ژوند سیسټمونه یې په ټپه درولي دي او ټوله نړۍ یې له جدي ستونزو سره مخ کړې ده، خو د دې سخت حالت د بدلون لپاره داسې علم ته اړتیا ده چې دا وایرسونه او کوچني موجودات لومړی مطالعه او تشخیص کړي او وروسته دله هغو سره د مقابلې لپاره مناسب او ګټور میکانیزمونه رامنځ ته کړي چې دا علم د بايو ټکنالوژی علم او د هغو بېلابېلې څانګې دي. 

له بدمرغه زموږ په هېواد افغانستان کې په دې برخه کې مناسب او کافي کار نه دی شوی لکه موږ تر اوسه هېواد کې د زده کړو برخه کې د بايو ټکنالوژي کوم مشخص ډيپارتمنټ او څانګه نلرو تر څو متخصص کادرونه وروزي، موږ په دا سخت حالت کې د تشخیص او تداوي له جدي ګواښونو سره مخ يو، د دې لپاره چې موږ د دې علم په اهمیت پوه شو نو ما وغوښتل چې دا علم یعنې بايوټکنالوژي تاسو ته در وپېژنم تر څو ورته په دولتي کچه پاملرنه وشي او په دې برخه کې بحث او څېړنې پیل شي، تاسو رابولم د بایو ټکنالوژي د علم په هکله لنډې معلوماتي ليکنې ته تر څو یې ولولئ او راتلونکې کې د دې علم د پراختیا لپاره له یو بل سره مرسته وکړئ. 

بايو ټکنالوژي د ساينس هغه علم ته ويل کيږي چې ژوندي موجودات او بايو ماليکولونه لکه قندونه، شحميات، لحميات او داسې نور د انسان د پرمختګ او ګټې لپاره استعمال شي، يا په بل عبارت هغه علم ته ويل کيږي چې د بيولوژي څخه په استفادې سره داسې ټکنالوژي، ترکیب او مواد جوړ کړي چې په نتيجه کې يې انسان ته ګټه ورسيږي.

په عامه اصطلاح کې ويلی شو چې په بايو ټکنالوژي کې د بيولوژي ټول علم ته عملي او تطبیقي بڼه ورکول کيږي او د دې علم پر بنسټ داسې تخنيکونه، مواد، مرکبات منځ ته راځي چې د هغو څخه د انسان د پرمختګ، خوشحالي او ګټې د پاره کار واخيستل شي. 

که نوم ته يې پام وکړو Bio ژوند ته ويل کيږي، داسې ټکنالوجي چې بنياد او بنسټ يې په ژوند ولاړ وي يعنې بنياد يې په ژوندي موجوداتو يا د هغوی د حاصلاتو وي خو اساسي او مهم شرط يې دا دی چې دا ټکنالوژي يا حاصلات د انسان لپاره  ګټور وي که هغه په هر بخش کې وي،  داسې علم ته بايوټکنالوژي ويل کيږي. 

دلته د ژوندي موجوداتو نه مقصد الجي، فنجي، یېسټ Yeast، بکټریا، ويروس، نباتات او حيوانات دي. 

بايوټکنالوژي په بېلابېلو برخو لکه د درملونو توليد، ناروغيو تشخيص، خوراکي توکو توليد، انرژي توليد، کرهڼه، تخمونو  اصلاح، ناروغيو علاج او په لويه کچه په طبي او روغتیايي څيړنو کې مهم او اساسي رول لري. 

  • د ناروغیو په تشخیص کې د بایوټکنالوژي رول 

د بايوټکنالوژي علم د ناروغیو تشخيص ته هغه ټيسټونه او معاینات وراضافه کړي چې د هغه په مرسته موږ په اسانه توګه ناروغي تشخيص کولای شو او د نورو معایناتو په مقابل کې يې specificity تر 99 سلنه پورې ده. د دې معایناتو اجرا کولو څخه وروسته موږ تر نوي سلنه پورې د ناروغي او ناروغ دقيق تشخيص راپور ورکولای شو، د مثال په توګه نن سبا لاندې معاینات د دقيق تشخيص د پاره په ټوله نړۍ کې استعماليږي چې د بايوټکنالوژي علک په مرسته را منځ ته شوې دي: 

  • ELISA (Enzyme linked Immunosorbent Assay)
  • PCR (Polymerase Chain Reaction)
  • Western Blotting
  • Northern Blotting
  • FISH (Floroscence Insitu Hybradisation)
  • FLISA (Floroscence Immunosorbent Assay)
  • DNA Micro Array
  • Electrophorosis
  • Karyotyping

دا  معاینات د کورونا،  اچ آی وي (اېډز)، توبرکلوز، تور ژيړی، زيړ ژيړی، سرطان، ډينګي، او داسې نور ناروغيو د تشخيص لپاره استعماليږي. 

  • د درملو په جوړولو کې د بايوټکنالوژي رول

د درملو بايوټکنالوژي یا Medicinal Biotechnology د بايوټکنالوژي هغه څانګه ده چې د درملو جوړولو او د هغوی د موثریت له زیاتولو څخه بحث کوي. درملو جوړولو کې د بايو ټکنالوژي ډيره لويه او اساسي  ونډه ده، د مثال په توګه اينسولين چې د شکرې ناروغي لپاره بېلابېل واکسيونونه، انټرفيرون د تور ژیړی یا HCV لپاره او داسې نورو لپاره کارول کېږي،  د يادولو وړ ده چې اوس په نړۍ کې د بايوټکنالوژي د تحقيق او څېړنې  په مرکزونو کې تحقيق ډير چټک روان دی تر څو هغه ناروغۍ چې په مقابل کې  یې تر اوسه درمل نه دي جوړ شوي  لکه کورونا یا Covid 19، اېډز یا HIV او دا سې نورو خطرناکو ناروغيو لپاره درمل جوړ کړي. 

  • د انټي بیوتيک په تولید کې د بايو ټکنالوژي رول 

انټي بيوټيک هغه درمل دي چې د ميکروبونو څخه لاس ته راځي او د باکتريايي ناروغيو منځه وړلو او تداوي لپاره کارول کيږي. نن سبا د باکتریاوو مقاومت د انټي بیوټيک په مقابل کې يو لوی چيلنج دی. بايوټکنالوژي د نوي او په لوړه کچه موثر انټي بيوټيکونو په توليد کې ډير مهم رول لري چې دا يو ځان ته بحث ته اړتيا لري. 

  • جېن تراپي یا  Gene Therapy

جين تراپي هم د بايوټکنالوژي يوه مهمه څانګه ده چې د جنېټيکي يا مور زادي ناروغيو د تداوي لپاره کارول کېږي.  په دې ټکنالوژي کې خراب يا غير فعاله جين په روغ يا فعاله جين بدليږي تر څو بيرته خپل  نورمال پروټينونه تولید کړي يا بيرته فعال شي. دا ځکه چې مور زادي ناروغيو کې جين خپل فعاليت پريږدي يا غير فعاله کيږي د مثال په ډول  سرطاني ناروغۍ لکه Thelesimia, SCID  او Color Blind, Heamophillia, او داسې نور. 

د يادولو وړ ده چې په دې برخه کې هم تحقيق او څېړنې په چټکه روانې دي تر څو د مور زادي ناروغيو تداوي په مکمله توګه ترسره شي چې تر اوسه ډېرې بریالۍ ندي. 

  • په کرهڼه کې د بايوټکنالوژي رول 

څرنګه چې بايوټکنالوژي په طب کې يو مهم اړخ دی همدارنګه په کرهڼه او زراعت کې هم  بايوټکنالوژي ځانګړی او مهم رول لري، د بايو ټکنالوژي هغه څانګه چې د کرهڼې د پرمختګ لپاره په کې تحقيق او څېړنې کيږي هغې ته Green Biotechnology يا Agriculture Biotechnology ويل کيږي. په دې څانګه کې د  تخمونو په اصلاح کار کيږي تر څو په ښه کيفيت حاصلات لاسته راوړل شي. په نباتاتو کې په جينيټيکي  کچه باندې تغيرات راوستل کيږي تر څو د چاپيريال مطابق مناسب حاصلات لاسته راوړو لکه په لږه ځمکه کې ډير حاصلات، د تودوخې  او ساړو مقاوم فصلونه، حشراتو او چينجيو په مقابل کې مقاوم فصلونه، ناروغيو مقابل کې مقاوم فصلونه، په جسامت کې غټې ميوې او دې ته ورته نور موثر او ګټور حاصلات. 

  • د بايوټکنالوژي د تحقيق او څېړنې څانګې

بايوټکنالوژي يو ډير پراخ علم دی چې په اړه يې يو ډير جامع او مفصل بحث او لیکنې ته اړتیا ده. زه غواړم چې په لنډ ډول دلته د هغه ټولو څانګو باره کې معلومات وړاندې کړم چې نن سبا ورباندې تحقيق روان دی او يو څوک کولای شي چې په دې څانګو کې تخصص وکړي. 

Molecular Virology

په دې څانګه کې په ويروسونو تحقيق کيږي. ساینسپوهان  په دې لټه کې دي تر څو ويروسونه مطالعه کړي چې څنګه ناروغي منځ ته راوړي او څنګه يې مخه ونيسو او کوم درمل یا واکسین ورته مناسب دي چې په اسانه د ناروغ تداوي وشي.  نن سبا شته وضعیت ته په کتو د کرونا، HIV HBV, HCV, Influenza, Ebola Virus, Dengue, او داسې نورو اړوند د تحقيق ډير تمرکز دی او خلک کوښښ کوي چې په همدې اړوند تخصص وکړي. 

Cancer Biology

په دې څانګه کې ساينس پوهان په سرطاني حجرو او سرطاني ناروغیو تحقيق کوي چې څنګه حجره سرطاني کيږي او څنګه کولای شو چې د حجرو د سرطاني کيدو خاصيت په درملو له منځه يوسو تر څو د سرطان تداوي ممکنه شي. په دې برخه کې ډير پرمختګ شوی او تر يوه حده پورې بعضې د سرطان ډولونه  که په وخت تشخيص شي تداوي يې ممکنه ده. د دې نه علاوه په دې څانګه کې د سرطان په تشخيص باندې هم ډير تحقيق روان دی تر څو په اسانه توګه او لږ وخت کې د سرطان تشخيص ممکن شي. نن سبا ساينس پوهان کښښ کوي چې داسې لاري ولټوي چې موږ وکولای شو په يو ناروغ کې د سرطان وړاندوينه وکړو چې پر وخت يې مخه ونيول شي. 

Plant Molecular Biology

څرنګه مو چې مخکې يادونه وکړه په دې څانګه کې په تخمونو تحقيق کيږي تر څو مناسب فصلونه او حاصلات ولرو. په داسې مرکزونو کې په تخمونو کې د جين  په کچه تغيرات راوستل کيږي او بيا يې په جوړ شويو شنو خونو یا Green House کې ساتي تر څو په کې د خوښې وړ تغيرات وليدل شي. دا تغيرات په بېلابېلو ډولونو کيدای شي لکه په لږ ځمکه ډير حاصل درلودل، د زيات پروټينونو او انرژي توليد، د ناروغیو او افتونو په مقابل کې مقاوم فصلونه، د لوړې او ټيټې تودوخې مقاوم فصلونه او داسې نور. په لنډه توګه د کرهڼې مربوط ټول هغه تحقيق چې د نباتاتو د جينوم په کچه وي د دې څانګې اړوند دی. 

Immunology

په ايمونولوژي کې د انسان په دفاعي سيسټم باندې تحقيق کيږي تر څو موږ د انسان دفاعي نظام په سمه توګه مطالعه کړو او وګورو چې څنګه د ميکروبونو په مقابل کې زموږ دفاعي نظام عمل کوي او څنګه کولای شو چې د انسان دفاعي نظام نور هم قوي کړو.  د دې تحقيق يوه لويه ګټه دا ده چې موږ ته د انسان دفاعي سیسټم مکانيزم  د ميکروبونو په مقابل کې په سمه توګه روښانه شي تر څو وکولای شو چې دا په  لابراتوار کې د ناروغيو د تشخيص لپاره وکارول شي. 

Forensic medicine 

 په عدلي طب کې هم د بایوټکنالوژي خپل رول دی،  په ځانګړي ډول د جرمونو په څيړلو او تحقیقاتو کې له دې څانګې څخه ډېر کار اخیستل کېږي چې د جرم او مجرم اصلي جرړه معلومه شي.   يوه بله اصطلاح چې ډيره مهمه ده په دې څانګه کې هغه DNA Finger printing ده چې په دې کې د جرم د ځای څخه بیولوژیکي نمونې ټوليږي او بيا يې د بايوټکنالوژي په لابراتوارونو کې DNA Sequencing کيږي تر څو د مشکوکو کسانو سره مقياسه شي او مشخص مجرم معلوم شي. د انسانانو په DNA خاص کوډونه وي چې د SNPs  په نوم ياديږي يا د هر انسان د DNA يو ځانګړی ترتيب وي چې د جرمونو څيړلو کې ډير موثر ثابيتيږي. همدارنګه نورو قضيو کې هم ډير کومک کوي د مثال په ډول د نسب تشخیص، په ښځو باندې د جنسي تيري قضیې او داسې نور.  په هر هيواد کې د عدلي طب لپاره ځانګړي لابراتوارونو او ادارې موجودې دي تر څو د دا ډول جرمونو په څيړلو کې ترې ګټه پورته شي. خوشبختانه په افغانستان کې هم اوس د کورنيو چارو وزارت او د عامې روغتيا وزارت په همکاري دا لابراتوارونه جوړ شوي دي تر څو ترې په دا رنګه قضيو کې  کار واخيستل شي. 

Protein Engineering

 دا د بايوټکنالوژي يوه بله څانګه ده څرنګه چې د نوم څخه واضح ده چې مطلب يې د پروټينونو تغيرات دي يعني په دې کې په مختلفو پروټينونو کوم چې د انسان د ګټې لپاره استعماليږي، تحقيق کيږي او مناسب تغيرات په کې راوستل کيږي چې کيفيت یې نور هم لوړ شي او يا يې توليد نور هم زيات شي. په عمومي ډول په دې څانګه کې د ميکروبونو يا حيواناتو څخه استفاده کيږي او د جينونو په کچه داسې تغيرات   راوستل کيږي تر څو په زيات مقدار او په لوړ  کيفيت پروټين توليد شي. د دې پروټينونو  په ډيرو مواردو کې ګټې دي لکه د درملو په تولید کې، صابون په تولید کې،  رختونو فابريکو کې، کرهڼيزو حاصلاتو او داسې نور.

Fermentation Biotechnology

تخمیر یا  Fermentation د میکروبونو په واسطه په لوړه کچه د کيمياوي موادو توليد ته ويل کېږي. د بايوټکنالوژي هغه څانګه په کوم کې چې Fermentation عمليه د ډول ډول مرکباتو يا کيمياوي موادو د توليد لپاره استعماليږي هغې ته Fermentation Biotechnology ويل کيږي. د بايوټکنالوژي دا څانګه په ډيرو توليداتو کې د صنعت او فابریکې په کچه رول لري لکه د درملو توليد، خوراکي توکو توليد، د انزایمونو توليد او داسې نور چې د انسان په ژوند کې ډيره مهمه ونډه لري. 

Veterinary or Animal Biotechnology

په دې څانګه کې تر ډيره د حيواناتو د نسلونو په اصلاح کار کيږي چې په لوړ کيفيت حيوانات لاسته راوړو. د مثال په ډول د داسې غواګانو توليد چې په زياته پيمانه شيدې وکړي يا ډيره غوښه توليد کړي. همدارنګه د حيواناتو د موثر او اصلي نسل توليد لکه د اسانو یا غواګانو د مشخص نسل د تولید ډېروالی تر څو ناقص او غیر موثر نسلونه یې کم شي. د دې په واسطه کولای شو چې په يو کال کې تر پنځوسو پورې حیوانات له یو مشخص نسل تولید کړو. همدارنګه کولای شو چې د خپلې خوښې حيوانات د جينيټيکي تغيراتو په نتيجه کې لاسته راوړو. 

د بايو ټکنالوژي څانګې د ماسټري دورې د وروستي سمستر محصل 

جنوبي اسیا پوهنتون، نوی ډیلی ـ هندوستان

(Visited 115 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.