The news is by your side.

د نړۍ چټک اورګاډی

0

ورځ تر بلې چې ټکنالوژي پر مختګ کوي، په هماغه کچه په هره برخه کې اسانتیاوې راځي او په دې برخه ډېر هېوادونه له یو بل سره سیاليو ته مخ کړي دي.
تر چین وروسته جاپان داسې اورګاډی جوړ کړی چې د نړۍ تر ټولو چټک هغه بلل کېږي او په یوه ساعت کې څلور سوه کیلومټره مزل کولای شي.
دا د ټرانسپورټ په نړۍ کې یو لوی انقلاب ته ورته دی، ځکه دومره چټک مزل کول د نړۍ لر و بر واټونه بېخي را لنډوي. د الفا ايکس په نوم دا اورګاډی په دريو کلونو کې جوړ شوی دی او تېره جمعه یې ازمایښتي سفر پیل کړ.
تر دې وړاندې چین هم د نړۍ چټک اورګاډی فوکسينګ جوړ کړی و، خو د جاپان بوليټ ټرېن تر چینايي هغه په ساعت کې لس کیلومټره چټک دی.

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.