The news is by your side.

د ګوګل نوی کاریال

0

د انټرنيټ د نړۍ تر ټولو مشهور لټون ماشین ګوګل چې اوس‌ مهال یې نږدې د انټرنيټ هر کاروونکی ترې ګټه اخلي، نوی کاریال یا اپليکېشن را منځ‌ ته کړی دی.
د لوېديځو رسنیو د مالوماتو له مخې، ګوګل تازه د اړیکو نیولو لپاره نوې ټولنیزه رسنۍ جوړه کړې ده چې کاروونکي یې په مرسته کولای شي لکه د نورو ټولنیزو رسنیو په څېر اړیکې ټینګې کړي.
د ار‌سي‌ايس یا «غني اطلاعاتو خدماتو» په نوم دا نوی کاریارل «اپليکېشن» د ايس‌ايم‌ايس او ايم‌ايم‌ايس ځای ناستی دی چې اوس‌ مهال یې خدمات یوازې په امریکا کې پیل کړي دي.
د دې اپليکېشن کارونکي د ار‌سي‌ايس له لارې ټول هغه فیچرونه کارولای شي چې په ای مسينجر یا وټس‌اپ کې موجود دي.
ګوګل کمپنۍ په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې په دې اپليکېشن کار پیل کړی و، خو د موبایل اپرېټر د کمزوري له کبله هغه وخت و نه توانېدل چې بازار ته یې وړاندې کړي.
د ار‌سي‌ايس کاروونکي کولای شي د وای‌فای له لارې له نورو سره د چټ وکړي او د دې تر څنګ لوړ کیفیت ویډیوګانې، انځورونه او نور فایلونه واستوي، خو اوس‌ مهال یوازې د اينډراییډ سيسټم لپاره فعال شوی دی.

(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.