څو میاشتې وړاندې به مو په اوبو کې د روبوټ ګرځېدو په اړه اورېدلي وي، خو اوس اسرایيلي ماهرانو داسې روبوټ جوړ کړی چې هم پر ځمکه ګرځي او هم هوا ته پورته کېږي.
د بین ګوریو پوهنتون انجینیرانو دې روبوټ ته دې «فلاینګ سپرول ټیونډ اټونامس روبوټ» نوم ورکړی او د یوې کوچنۍ بېپیلوټه الوتکې په څېر جوړ شوی دی.
دا روبوټ څلور ټایرونه لري او له ټایرونو پورته د الوتنې لپاره څلور څرخونه ورته هم لګول شوي چې په یو ځل چارجېدو شل دقیقې خپله برېښنا ساتي.
د دې پوهنتون پروفیسور ډیوډ زورک وايي، دا روبوټ ډېر اسانه تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن هم لېږدولای شي او زیاتوي، په راتلونکې کې په پام کې لري له دې چټک روبوټ جوړ کړي، ځکه اوسنی روبوټ دومره چټک نه دی.
(Visited 39 times, 1 visits today)