The news is by your side.

روبوټ د بوډاګانو لاسنیوی کوي

0

د ټکنالوژي په پرمختګ سره ورځ تر بلې د ژوند اسانتیاوې زیاتېږي او په دې برخه کې ځیرک روبوټان ډېر مهم او د پام وړ پرمختګ کړی دی.
په ناروې کې یوې کمپنۍ داسې انسان شکله روبوټ جوړ کړ چې په تجربه‌ځای کې د ساینس پوهانو او په کورونو کې د بوډاګانو لاسنیوی کوي.
د اي‌وي‌اي‌ار‌تري په نوم دا روبوټ د ناروې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو چې د ټایرونو په وسېله حرکت کوي او په یو وخت کې تر اته کیلو ګرامو پورې وزن لېږدولای شي.
د دې روبوټ اوږدوالی ۱۷۵ سانتي مټره او وزن یې ۷۶ کیلو ګرامه دی چې په یوه ساعت کې ۲۲ کیلو مټره په چټکتیا مخامخ او شاته مزل کولای شي.
دا روبوټ په دې خاطر له ساینس پوهانو او بوډاګانو سره مرسته کولای شي چې له یوې خوا چټک خوځنده ماشیني انسان دی او له بلې خوا له یو ځای بل ځای ته ډېر وزن لېږدوي چې له بوډاګانو سره د پاملرنې په برخه کې د درملو، خوراک او څښاک وړلو کې ښه مرسته کولای شي.
اوس‌مهال د دې روبوټ بیه ۵۰ زره ډالره دی او په راتلونکي کال کې به د عامو انسانانو لپاره هم بازار ته وړاندې شي.

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.