The news is by your side.

فېسبوک د (مسينجر) لپاره يو نوى فيچر جوړوي

0

 د نړۍ د تر ټولو سترې ټولنيزې رسنۍ وېبپاڼې فېسبوک انجنيران اوس مهال د (مسينجر) لپاره د يو نوي فيچر په جوړولو باندې لګيا دي.

داسې راپورونه خپاره شوي و، چې د فېسبوک مسوولين د مسينجر لپاره د انسټاګرام په څېر يو فيچر جوړوي، چې اوس دغه ادارې رسماً هم دا خبره تاييد کړې ده.

د (ټيک کرنج) وېبپاڼې د فېسبوک د مسوولينو په حواله په خپل راپور کې ليکلي دي، چې د فېسبوک انجنيران د انسټاګرام د (کلوز فرېنډز) په څېر يو فيچر د مسينجر لپاره هم جوړوي.

د (کلوز فرېنډز) يا نږدې ملګرو فيچر اوس په انسټاګرام کې کار کوي، چې يو کس کولاى شي خپل نږدې ملګري پکې انتخاب کړي او بيا خپل انځورونه او پوسټونه يوازې له خپلو نږدې ملګرو سره شريک کړي. په دغه فيچر کې له يو درځن کم يا زيات ملګري انتخابېدلى شي.

اوس همدغې ته ورته فيچر د مسينجر لپاره هم جوړېږي، خو فېسبوک دغه فيچر ته د (کلوز فرېنډز) پر ځاى د (فېورېټس) نوم ورکړى دى، چې کاروونکي به وکولاى شي خپلو نږدې ملګرو ته مواد ولېږي او همدا راز خپله (سټوري) داسې کړي چې يوازې د هغه نږدې ملګري يې وګوري.

کله چې دغه فيچر خلاص کړئ، نو بيا به يوازې ستاسې هغه ملګري ستاسې سټوري ګوري، چې تاسې په (فيورېټس) کې انتخاب کړي وي. که څه هم داسې يو فيچر په فېسبوک کې هم شته، خو په مسينجر کې بيا داسې کوم فيچر تراوسه نه و.

په فېسبوک باندې چې يو کس څه شى خپروي، نو هغه کولاى شي چې له بېلا بېلو کسانو سره يې شريک کړي. مثلاً کولاى شي خپل پوسټ د عامو خلکو سره شريک کړي، يا يې يوازې له ملګرو سره او يا يې هم يوازې د نږدې ملګرو سره شريک کړي، چې دا کار د پراويسي پالېسي اپشن په مرسته ترسره کولاى شي.

د فېسبوک مسوولينو په ازمايښتي ډول د مسينجر (فېورېټس) هم فعال کړى دى، خو يوازې د محدودو کسانو لپاره او عام خلک ورته لاسرسى نه لري. تراوسه پورې دا نه دي ويل شوي چې دا فيچر به کله د ټولو خلکو لپاره د لاسرسي وړ و، خو امکان شته چې د راتلونکي کال په پيل کې دا فيچر وړاندې شي.

(Visited 15 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.