The news is by your side.

لا هم ۶۰ کروړه فېسبوکونه خوندي نه ‌دي

0

د سوشل مېډیا په راتګ سره یوه بله اندېښنه د پاسوورډ پا پټ نوم ده او ټول کاروونکي ورته اندېښمن وي چې څوک يې د فېسبوک رمز ته لاسرسی پیدا نه ‌کړي.
خو په نوې راپور کې په ډاکه شوې چې د فېسبوک شاوخوا ۶۰ کروړه کاروونکیو اکونوټونه لا هم خوندي نه‌ دي او پټ نومونو ته یې خلکو لاسرسی پیدا کړی دی.
د فېسبوک دا راز وروسته له هغه را برسېره کېږي چې د امنیتي خوندتوب، ناسمو او غلطو خبرونو د خپرېدو په اړه پر فېسبوک ډېرې نیوکې وشوې.
د ټولنیزو رسنیو ماهر براين کرېبس وايي، د فېسبوک ډېری اکونټونه ځکه خوندي نه ‌دي چې کاروونکو یې له ډېرې مودې خپل پاسوورډونه نه ‌دې تبدیل کړي او په وینا يې ځینو ان له ۲۰۱۲ مېلادي کاله هم خپل پټ نومونه نه ‌دې بدل کړي.
که څه هم فېسبوک مخکې د نه خوندیتوب په اړه په خپله څو ځله اعتراف کړی دی، خو په دې وروستو کې د دې کمپنۍ مشر مارک زوکربرګ ژمنه کړې چې د مېسج استولو او نورو امنیتي خوندیتوب په اړه به نوي اقدامات وکړي.

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.