The news is by your side.

په بريټانيا کې ماشومانو فيسبوک ته شا کړې

0

تازه څېړنه په ډاګه کوي چې په تېر ۲۰۱۸ مېلادي کې له فيسبوک سره د بریټانوي ماشومانو مینه دوه سلنه راکمه شوې ده.
په بریټانیا کې د اف‌کام په نوم د نشراتو د څار سازمان په خپل کلني راپور کې زیاته کړې، د ۱۲ او ۱۵ کلونو ماشومانو تر منځ تېر مېلادي کال ۷۲ په سلو کې فيسبوک کاراوه، په داسې حال کې چې دغه اندازه په ۲۰۱۷ کې ۷۴ فیصده وه.
له بلې خوا انسټګرام د دې ماشومانو په منځ کې شهرت پیدا کړی دی. په تېر ۲۰۱۸ کال کې ۱۴ فیصده کارول کېده، په داسې حال کې چې دا شمېره وړم کال ۱۴ فیصده وه او وټس‌اپ او سنپ‌چټ هم له ۱۲ تر ۱۵ کلونو ماشومانو تر منځ شهرت پیدا کړی دی.
که څه هم ډېری ټولنیزې رسنۍ له ۱۳ کلنو ټیټ عمر ماشومانو ته د اکونټ جوړولو اجازه نه ورکوي، خو په تازه راپور کې په ډاګه شوې چې له ۸ تر ۱۱ کلونو تر منځ ۱۸ فیصده ماشومانو پروفایلونه جوړ کړي دي.

(Visited 6 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.