The news is by your side.

باليووډ يو ستوری له لاسه ورکړ

0

د بالیووډ یو ټایواني نژاده ستوري «ګوډفري ګاوو» په شوټينګ کې د مېلمه په حيث ګډون کړی و چې د مسابقې پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د «چیز مي» په نوم د دې شوټينګ پروډیوسر وايي چې ګوډفري د خپل ټیم د بریا لپاره منډې وهلې چې ناڅاپه وغورځېد، هلته طبي ټیم په بېړه روغتون ته ورساوه، خو د زړه درېدو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.
ګوډ فري ۳۵ کلن و او په ۱۹۹۵ کال په ټایوان کې زېږېدلی و، هغه د بالیووډ په ایکشني فلمونو کې کار کاوه او په «دي مورټل انسټرومنټس، سټي آف بونز» فلمونو کې بېخي نوم‌وتی شو.
هغه تر دې وړاندې د موډلي تر څنګ په چینايي ډرامو کې هم کار کاوه چې په «ري ممبرېنګ لي کوان» ډرامه کې یې د کار کولو له امله په چین کې خورا مینه‌وال پیدا کړل او دغه ډرامه هم زیاته وليدل شوه.

(Visited 9 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.