The news is by your side.

دوې ورځې ۱٫۶ ميلیونه ډالره ګټه

0

د کرن جوهر له لوري تولید شوی د کلنک په نوم هندي فلم په دویمه ورځ هم بازار لاره. دې فلم په لومړۍ ورځ شاوخوا ۷۴۰ لکه هندۍ کلدارې ګټلې وي، خو په دویمه ورځ یې ۲۳ سلنه زیاتې ډېره یانې ۹۱۰ لکه ګټه وکړه.
هندي رسنۍ وايي، دې فلم په دوه ورځو کې ۱۱٫۴۵ کروړه هندي کلدارې وګټلې چې ۱٫۶۵۰ ميلیونه ډالره کېږي او تر دې مهال د هندي سېنما ډېرو مینه‌والو د خوښې وړ ګرځېدلی دی.
د هندي سېنما منتقد او د سوداګري شنونکی تاران ادارش وايي، دې فلم له هندوستانه بهر هم ښه بازار لاره چې په امریکا او کاناډا کې يې ۵۲۶ لکه ډالره، انګلستان کې ۲۵۷ لکه ډالره، متحده عرب اماراتو کې ۳۹۵ لکه ډالره او په اسټرالیا کې يې ۲۴۴ لکه ډالره ګټلي دي.
دا فلم د ابهیشک وارمن په لارښوونه جوړ شوی چې په کې مرکزي رول د هندي سېنما وتلیو ستوریو عالیه بهټ، ورون دوهن، ادیتیا روی کاپور، مادهوري ډېګزېټ، سنجي دت او سوناکشي سينها لوبولی دی او تر دې مهاله د ۲۰۱۹ کال تر ټولو ښه فلم هم بلل شوی دی.

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.