The news is by your side.

د اسلام لپاره د فلمونو پرېښودونکې اداکارې وروستی فلم خپور شو

0

د هندي کشمير اوسېدونکې او د هندي سينما اداکارې زايرې وسيم د روان کال د جولای په مياشت کې د فلمونو پرېښودو اعلان وکړ او ټول خلک يې حېرانه کړل.

زايرې وسيم د عامر خان د (دنګل) فلم نه سينما ته راغلې او په هندي سينما کې يې لوی نوم پېدا کړی و، هغې يوازې په ۲ فلمونو کې کار کړی و او اوس يې دريم او وروستی فلم (سکای از پنک) هم نندارې ته وړاندې شو.

زايرې وسيم د اسلام لپاره د فلمونو او اداکارۍ پرېښودو اعلان کړی و او ويلي يې و چې په فلمونو کې د کار کولو له امله يې ايمان ته خطر پېښېږي. هغې ويلي و، چې فکر کوي د دې کارونو لپاره نه ده پېدا شوې.

د زايرې وسيم (دنګل) او (سيکريټ سپر سټار) دواړه فلمونه ډېر بريالي و او په ډېر کم عمر کې يې زيات شهرت ترلاسه کړ، خو د فلمي نړۍ پرېښودو اعلان يې مينه وال حېرانه کړل. د هغه له دغه اعلان وروسته د هغې منېجر وويل، چې د زايرې وسيم اکاونټ هېک شوی او داسې هېڅ خبره نشته، خو زايرې وسيم بيا وويل، چې نه، د هغې هېڅ اکاونټ نه دی هېک شوی او د هغې پرېکړه وروستۍ ده.

نوموړې دا نه و ويلي چې کله به له فلمي نړۍ نه لاړه شي، خو د دغه اعلان وروسته يې په کوم فلم کې د کار کولو هوکړه نه وه کړې او ويل کېدل چې د خپل وروستي فلم تر خپرېدو وروسته به له فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړي.  

کله چې زايرې وسيم د فلمي نړۍ پرېښودو اعلان وکړ، هغه مهال نوموړې د (سکای از پنک) فلم په ثبت کې لګيا وه، چې همدغه يې وروستی فلم هم و.

اوس ويل کېږي چې زايره وسيم به تر دې فلم وروسته په نورو فلمونو او سريالونو کې راښکاره نه شي، ځکه هغه د خپل وروستي فلم په تبليغاتي پروګرامونو کې هم نه ده ليدل شوې.

د زايرې وسيم په دغه وروستي فلم کې له هغې سره نامتو اداکارو پريانکا چوپړه او فرحان اختر کار کړی دی او دواړو د زايرې د مور و پلار رول لوبولی دی.

په (سکای از پنک) فلم کې زايرې وسيم د يوې کم عمره نجلۍ رول لوبولی دی، چې په يوه ناروغۍ اخته وي او په خپل کم عمر کې خپل ژوندليک ليکي، چې له هغه وروسته ډېر شهرت ترلاسه کوي، خو ناروغۍ يې ژوند اخلي.

د دغه فلم لارښود يا ډايريکټر سونالي بوس دی، چې دا فلم د اکتوبر په ۱۰مه نېټه نندارې ته وړاندې شوی دی او خلکو پکې د زايرې وسيم اداکاري ډېره خوښه کړې ده.

(Visited 45 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.