cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
د بالیوود لکشمي فلم سبا خپرېږي – afghansabawoon
The news is by your side.

د بالیوود لکشمي فلم سبا خپرېږي

0

د اکشى کمار نوى فلم (لکشمي) سبا په انلاين بڼه خپرېږي، چې له څو ورځو راهيسې د فلم پروموشن پيل کړى دى.

دا فلم چې لومړى يې نوم (لکشمي بامب) نومېده، خو هنديانو پرې نيوکې وکړې او له نيوکو وروسته فلم جوړونکو د فلم نوم بدل او يوازې (لکشمي) يې کړ.

پرون د فلم لپاره يوه ځانګړې غونډه هم جوړه شوې وه، چې د فلمي نړۍ سره تعلق لرونکو بېلا بېلو خلکو پکې ګډون وکړ او هلته يې دا فلم وکتلو.

د فلم مرکزي رولونه د  اکشى کمار او کياره اډواني دي، اکشى کمار، کياره اډواني او فلم جوړونکو په ټولنيزو رسنيو کې د دې فلم تازه عکسونه خپاره کړي دي او ليکلي يې دي، چې د لکشمي فلم خپرېدو ته يوازې يوه ورځ پاتې ده، ايا تاسې ورته تيار يئ؟

(لکشمي) فلم د نومبر په نهمه نېټه، يعنې سبا د ډزني پلس هاټ سټار په انلاين وېبپاڼه باندې خپرېږي. که څه هم په هند کې سينماګانې پرانيستل شوي دي، خو ډېر خلک سينماګانو ته نه ځي، همدا لامل دى چې دا فلم هم په انلاين بڼه خپرېږي.

د دې فلم ډايريکټر راګهاو لاورينس دى، چې د اکشى کمار او کياره اډواني تر څنګ پکې عايشه رضا مشرا، تشار کپور، شرد کلکر، ترون اروړا، اشويني کالسيکر، منو ريشي چډها، بابو انتوني، مير سرور، راجيش شرما او مسکان کباچاندني کار کړى دى.

د (لکشمي) فلم کيسه د هند د يو تامل فلم (کانچنا) څخه اخيستل شوې ده او په هماغه کيسه باندې دا فلم جوړ شوى دى. ياد فلم په ٢٠١١ کال کې جوړ او نندارې ته وړاندې شوى و چې ډېر زيات کامياب شوى و. ځکه دغه فلم په ٤٠٠ ميليونه هندي روپيو جوړ شوى او ١٦٥٠ ميليونه هندي روپۍ يې ګټلې وې.

(Visited 21 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.