The news is by your side.

د بالیووډ خانان خاني غواړي

0

د بالیووډ سېنما وتلي خانان سلمان، عامر او شارخ خان تېر کال دومره خوندور ثابت نه‌ شول، ځکه د دوی فلمونو له تمې خلاف کمې پیسې وګټلې.
د هندي سېنما سلطان سلمان خان په دې سېنما کې د شارخ خان او عامر خان د محبوبیت د کموالي په اړه له رسینو سره په خبرو کې زیاته کړې، غواړي درې واړه خانان څو کاله نور هم پر بالیووډ خاني وکړي.
له تېرو څو لسیزو راهيسې د بالیووډ خانان د هندوستان په فلمي صنعت راج چلوي او په دې مهال کې ډېر اداکاران راغلل او لاړل، خو د سلمان‌خان، شارخ‌خان او عامرخان د محبوبیت مقام پر خپل ځای پاتې دی.
اما په تېرو څو فلمونو دې خانانو د خپلو مینه‌والو دومره تنده نه‌ ده ماته کړې، ځکه د سلمان‌ خان «رییس۳» د شارخ‌ خان «زېرو» او د عامر خان «ټهګ اف هندوستان» په باکس افيس کې دومره پیسې و نه ګټلې.
د دې فلمونو تر ناکامېدو وروسته ویل کېږي چې په بالیووډ کې د خانانو جادو ختمه شوی دی، خو سلمان‌ خان وايي، دوی به هڅه وکړي چې څو کاله نور هم پر دې سېنما راج وچلوي.

(Visited 57 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.