The news is by your side.

د سلمان دبنګ۳ فلم ته چمتوالی پیل شوی

0

د بالیوډ مشهور فلم ستوری چې په دبنګ خان سره هم پېژندل کیږی، سلمان خان د خپل مشهور فلم دبنګ د دریمې برخې جوړولو لپاره په تیاریو بوخت دی.

هندي رسنۍ وایی، چې فلم لوبغاړی ارباز خان منلې او روښانه کړې یې ده چې (دبنګ۳) فلم سکرپټ یې مکمل کړی.

په خبره چې د فلم شوټینګ یا صحنو ډکولو چارې د مینوالو د غوښتنو سره سم د روان کال د اپریل په میاشت کې پیل کړی او د فلم د شوټینګ لپاره یې لا موقیعتونه نه دی معلوم کړی خو په خبره یې ډېر ژر به دغه چارې هم بشپړې کړی.

ارباز خان په دبنګ۳ فلم کې د رول لوبوونکو په تړاؤ ویلی چې د تېر په څېر به د چیلبیل پاندی رول یا د فلم مرکزی رول سلمان خان ولوبوی.

د فلم د کیسې په تړاؤ په ټولنیزه مېډیا داسې اوازې خپرې شوی چې دغه فلم به د یوه بل پخوانی فلم ریمیک یا بیا جوړونه او زیاتوونه وی، خو ځینې نور بیا وایی دا فلم به د حقیقی ژوند څخه په اغیز سره جوړ شی.

خو ارباز خان وایی چې د دې ټولو اټکلونو سره بیا هم د کیسې په تړاؤ خبرې نه کوی او پرېږدی چې دا یو راز پاتې شی.

د یادولو ده چې په ۲۰۱۰ کال کې ریلیز شوی دبنګ او په ۲۰۱۲ کال کې بل خپور شوی فلم(دبنګ ټو) کې د سلمان خان په مقابل کې ښکلی فلم لوبغاړې سوناکشی سنها مرکزې رول لوبولی، خو ویل کیږی چې د دغه فلم په راتلونکې برخه کې به د سوناکشی تر څنګ یو بله فلم لوبغاړې هم ولوبیږی خو نوم یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د یادولو ده چې په فلم دبنګ کې د کوالی سندرو مشهور سندرغاړی فتح علی خان سندره هم شته چې دغې یو سندرې (تیرا مست مست دونین) له امله تر اوسه هم دبنګ فلم د خلکو له یاده نه دی وتلی.

(Visited 9 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.