The news is by your side.

د سوشانت سېنګ د ژوند وروستی فلم نن خپرېږي

0

تر ځانوژنې وروسته د هندي سينما د ځوان او مشهور لوبغاړي سوشانت سېنګ وروستی فلم نن ماښام خپرېږي.

د هغه تر ځانوژنې وروسته پر ټويټر د هغه فلمونه او سندرې تر پخوا څو چنده وکتل شوی. لوی لامل يې د هغه په ژوند او فلمي کرکټر ځان پوهول و.

د هندي سينما مينه وال وايي، (دِل بېچاره) فلم اوس يو عادي نه، بلکې ځانګړی هغه دی نو له همدې وجې يې مينه وال د خپرېدو شېبې شمېري.

(دِل بېچاره) فلم کيسه په مينه راڅرخي او د ځانګړي رول لوبولو له وجې په کې د هغه کردار ډېر مشهور دی.

د کرونا له وجې د فلم کتو لپاره په هند کې په سینماګانو بنديز لا هم پر ځای دې، خو د سوشانت فلم به په انلاين ډول خپرېږي.

سوشانت سېنګ نږدې يوه مياشت وړاندې پخپل کور کې ځانوژنه وکړه او لا يې هم د مرګ اصلي لامل نه دی روښانه، خو ډيپرېشن او په هندي سينما کې بې عدالتۍ يې ډېرو عوامل په ګوته کړل.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.