The news is by your side.

د سونم کپور د همجنسبازي فلم راووت

0

د بالیووډ سېنما وتلې اداکارې سونم کپور “ایک لڑکی کو دیکھا تو ایسا لگا” فلم چې د همجنسبازي په اړه جوړ شوی دی، بازار ته راووت.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د شیلي چوپړا په ډایرېکټرۍ یا لارښوونه دا فلم د همجنسپرستي پر موضوع جوړ شوی چې سونم کپور پکې د همجنسبازې کردار ادا کوي او د فلم پر مهال پر یوه بله نجلۍ ميينېږي.
په دې فلم کې د سونم کپور د پلار کردار د هغه حقیقي پلار انېل کپور ادا کوي او مرکزي رول پکې د راجکمار راو تر څنګ مشهوره اداکاره جوهي چاوله هم ادا کوي.
د فلمونو مشهور شنوونکي ترن ادرش د یو ټویټ له لارې د دې فلم په اړه مثبت نظر ورکړی او زیاتوي چې د فلم په ليدلو سړي ته خوشالي پیدا کېږي او د ژوند او مینې په اړه په کې ډېر ښه پیغام پروت دی.

(Visited 76 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.