The news is by your side.

د مودي بری او د خانانو مبارکي

0

د باولیووډ وتلي ممثل شارخ‌ خان چې د دې سېنما د پاچا په نوم هم مشهور دی د هندوستان لومړي وزیر نريندرا مودي او د بې‌جې‌پي ګوند ته د ۲۰۱۹مېلادي کال په ‌ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده.
هغه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د هندوستان ولس خپل مشر وټاکه او په ورته وخت کې يې له هندوانو غوښتنه کړې چې د یوه هدف او یو خوب لپاره په ګډه کار وکړي.
د دې سېنما بل مشهور ستوري سلمان‌ خان هم مودي ته مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده چې په ګډه د پیاوړي هندوستان په رغونه کې کار وکړي.
د خانانو تر څنګ د بالیووډ سېنما نورو نوموتو ستوریو لکه راجنيکنتهـ، ورون دوهن، انوشکا شرما، شاهد کپور، ویکي کوشال، انکیتا لوکنډي، اميت سادهـ، سونو سوود، کنګنا رناوت، ارجن کپور او نورو د مبارکي پیغامونه لیکلي دي.
شارخ خان په خپل وروستي فلم اناند ايل رایز زیرو فلم کې له انوشکا شرما او کترینه کیف سره یو ځای ښکاره شوی و او تر دې دمه یې د بل فلم اعلان نه‌ دی کړی، خو ټاکل شوې سلمان ‌خان په راتلونکي اختر کې د بهارت په نوم فلم نندارې ته وړاندې کړي.

(Visited 48 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.